په زابل کي د سړک غاړي د ماين چاودني ملي اردو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
تېره شپه ناوخته د زابل ولايت د شاجوى په ولسوالۍ کي د ملي اردو پر سرتيرو د سړک غاړي دماين چاودنه سوې چي پکښي اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونى وايې چي په چاودنه کي يو د ملي اردو سرتېرى او يو ملکي کس وژل سوى او شپږ نور ټپيان دي
د قوماندان په خبره چي په ټپيانو کي درې د ملي اردو سرتيري او دري ملکي کسان هم شامل دي
ملي اردو په سيمه کي پلي روان وه .
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي پړه نه د منلي.