شرف الدين شرف په خټه پښتون دی ، چې په شراب وفا مشهور دی
د پلار نوم یې خانم الدين دی
د خوست ولایت متون د مندوخيلو كلي اسيدونكي دی
۱۳۷۵ كال كي د الفتح عالي ليسه په اووم تولګي كې شامل شوی دی ، او په د ۱۳۸۰ کال د الفتح عالي لیسې فارغ شوی دی .
په همدغه كال كې ېي د كانكور امتحان وركړی دی چې په نتيجه كي د كابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ ته كامياب شوی دی .
خو د كابل پوهنتون د فارمسي پوهنځې دويم صنف کې و ، چی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو ، او د دغو ستونزو له وجي د درس د یو څه وخت لپاره ورنه پاتې شوی دی .
خو ده بیا هم خپل همت د لاسه نه د ورکړی او د وخت نادودو ته یې سر نه دی ټیټ کړی ، وروسته بيا د كابل د عضنفر انستيتيوت د فارمسي څانګې څخه په ١٣٨٦کال کې په بریالیتوب سره د فراغت سند تر لاسه کړی دی .
ښاغلی شرف په پنچري ، فلزكاري نجاري، رنګمالي, بخاري جورل ، انځورګري ، ګلكاري, د شيشو كارونه او نورو ورځني کارونو کې هم ښه مهارت لری .
شرف دین د زده کړو تر څنګ خپل شخصی استعداد ته هم وده ورکړی ده ، چی تر ډیره ښه پکې ځلیدلی هم دی .
شرف دین زما د پوهنتون د دورې په لیلیا کې د یوی کوټی څلوره کاله نیږدې ملګری پاتی شوی دی ، هغه څه چی د یوه نیږدې دوست په شان زه ورنه مالومات لرم ، ښه شاعر دی ، د د برقی سیستم په اړه که څه هم ده مسلکی زده کړی نه دی کړی ، خو بیا هم د خپل خدای ورکړی نبوع له مخی ښه پوره او کافې مهارت لری .
د نجارۍ په برخه کی ده دا لنډه موده مخکی دوه ډیری ښکلی نمونی چی یوه یې د لرګي بایسکل و ، او دوهم یې د لرګی نه موټر سایکل و جوړ کړی ، چی نتیجه یې هم ورکړی ده ، خپلو وطنوالو ته واړندې کړل
هغه انځورګر هم دی او پر هغه سربيره نقاشي هم كولاى سي په دی بل لاندې انځور کې تاسې د ګلاب ګل ته ورته تصویر وینې دا دې ده د لاسې مهارت نښه ده ، چې په هندواڼه کې یې دا انځور جوړ کړی دی .
او د برقی سیستم په اړه به هم په دی نیږدی راتلونکی کې خپل مهاروتونه تاسو دوستانو او مینوالو ته واړندی کړی .
خو شراف دین چی نه شی کولی خپل استعداد ته ښه په ډاډه زړه وده ورکړی ، علت یې غریبې ده ، ځکه چې له ده سره کافې مالی امکانات نشته ، کنه زه په باور سره ویلی شم چی ښاغلی شرف به د ډیرو داسی برقي ماشینونو او نور تخنیکی وسایل چی زموږ وطن ورته ضرورت لری واړندی کړی .
د شاعری په اړه هم له ده سره ډیری خبری شته ، هغه تر ډیره داسی شاعری کړی ده چی د خپل دردیدلی ژوند انځور یې پکې ترسیم کړی دی ، هغه په مینه مین شاعر دی ، هغه نازک خیاله او په شعر کې په درد په فن مین دی . خو یوه خبره غواړم چی یادوري یې کړم ، د ده تخلص په شاعری کې د ( وفا ) په نوم سره دی نه د شرف .
دا یې هم د نمونی …..
چاودو سترګو اوښکی څاڅي د یو چا په نام راغورزی
څاڅکی څاڅکی راتوییږی د ساقی په جام راغورزی
له سرو سترګو د ساقی او د جامونو می ډار نشی
وار خطا وم د جانان خړو کوڅو کی وام راغورزی
ساقی یو ده نوبت نشته میخوران ورته بی شمیره
انتظاره به ور مړ شم چه پر ما یی پام راغورزی
جادوګره ستا د مړو سترګو تاثیر نه ده نور څه دی
ستا په یو نظر کتو مې چه دا زړه مدام راغورزی
ستا له غمه تنهایی کی ټول عالم را پوری خاندی
زه کم عقل که هوښیاریم که فکرونه خام راغورزی
ای وفا چه هر پرهر یی بس پرهر پرهر را پریشوه
اوس له یاد او له دردونو می دا زړه تمام راغورزی
————————–
هغه د خپل غمځپلی وطن د اخترونواو د جنګ له سړو او تودو هم فریاد کوی .
ای اختره داسي راشه چه خوښییو پکې شور وی
لکه لیچو د جنان کې چه بنګړیو پکې شور وی
داسې مه راځه اختره چه مست موج راځینی یوسي
لکه مست ګودر چه ړنګ وی د کودیو پکې شور وی
ای اختره داسی راشه داسې راشه داسې راشه
چه ودان مو مندوخیل وی د ژڼکیو پکې شوروی
داسې مه راځه اختره چه مو خوست د جنګ ډګروی
مرغان لاړ وی تورو غرو ته د مرمیو پکې شور وی
داسې راشه ای اختره چه ښکلا له سپرلی راوړی
هره دښته مو سمسور وی د ببریو پکې شور وی
————————-
د خپل ژوند له ناخوالو هم سر ټکوی او داسی وایي .
زما د ژوند دا دومره لوی دریاب
زما وجود لکه شلیدلی بیړۍ
خدایګو ساحل به یې په کوم لوری وی
خدایګو چه رسم به په کومه ګړۍ
شپه مې په زوره دومره وژاړوی
لکه دا توره وریځ باران و ږلۍ
ورځ مې بیا داسې داسې ودردوی
لکه غمونه چه وي ټولې نړۍ
خدایه د ستا تقدیر کې شپې تیروم
کني هر هډ کې مې ده تبه زیړۍ
خدای خبر څه څه به تقدیر راکوی
د وفا هیله که مرګي ته غړۍ
——————————–
بل ځای د خپلی محبوبې څخه په شاعرانه او مستانه انداز کې داسې پوښتنی کوی .
زه د اوسمه په خیال کې کله کله
چه ثواب وی یا وبال کې کله کله
په پالي باندې چه خپلی طالع ګوری
ځانته څوک نیسی په پال کی کله کله
چه د عشق لیوانو خبری کیږی
ورکوی مې په مثال کی کله کله
زه حیران و حیران ځکه درته ګورم
زه حیران شم ستا جمال کې کله کله
ګوره زه وفا چه هیر درځینی نشم
د متون زیارتو سوال کې کله کله
—————————- دا یی هم د لنډو شعرونو ځینی نمونی ……..
توره که توری جامی واغوندی کعبی په شانتی
جانانه پښو ته به درغورزم د سجدې په شانتې
راشه پرهر زړګی مې لا پسې پرهر پرهر کړه
تیره باڼه د را تیار کړه د لیندې په شانتې
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
لا ژوندی یمه اشنا د مینی اور کې
خو په غم به مې جانانه سوی سکور کې
شک مې نشی چه ژړا د سترګی سرې وي
ای وفا ټول عادتونه د میخور کې
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
راشه چه وینی د زړه در کړم ښکلی ګل به د کړم
راشه چه غیږ کی د راونغاړم کابل به د کړم
راشه چه خاوری د له خړ کاکله پاکی کړمه
راشه په دواړو لاسو دواړه مخه ښکل به د کړم
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
راشه شنډ زړګي کې مې ویالی د وینو تیري کړی
ته پکې وچ ډکی د ګلاب شه چه راشین د کړم
—————————————————-
که څوک غواړی چی له ښاغلی شرف دین سره تماس ونیسي ، دا یې هم د افغانستان د تیلفون شميره.
0093799146934