د تاریخ د مطالعې څخه را معلومه سوېده، چې د افغانستان داخلي-بهرني دښمنانو په حساسو وختونو کښې حساس مسائل راپورته کړي دي. یوازې ددې لپاره چې د خپلو شومو هڅو او اهدافو لپاره یې اوبه خړي کړي، او ماهیان پکښې نیولي وي. دا چې افغانستان نن بیا د یوه ډېر نازک حالت څخه د تېرېدا په حال کښې دی، د ۱۳۹۳ لمریز کال د ټاکنو پر لور د یوې ښې حکومتدارۍ لپاره ګام پورته کوي؛ نو د افغانستان داخلي او بهرنی دښمن په شکل د اشکالو غواړي چې یو ځل بیا حساس مسائل رامنځته کړي، او زما د ملت ذهنیت د ټاکنو په اړه بدل کړي. ولې چې دوی تل زما په غېږ کښې د یوې ښې حکومتدارۍ او یوې فعالې ادارې د شتون څخه په وېره کښې دي؛ تل یې کوښښ کړیدی چې زما په غېږ(اوسني افغانستان) کښې یوه داسې اداره شتون ولري، کومه چې تر خپلو ددوی ګټو ته ژمنه وي، او دوی دلته د خپلو شومو اهدافو لپاره زمینه سازي کړې وي. چې طبعاً دا هرڅه هغه وخت امکان لري، چې همداسې یوه اداره ددوی د خوښو سره سم شتون ولري. نو ځکه دوی د همداسې یوې ادارې د رامنځته کولو لپاره په شکل د اشکالو خپلې نهايي هڅې او کوښښونه کوي، چې په اوس کې یا خو د ۱۳۹۳ په ولسمشریزو ټاکنو کښې د داسې کاندید څخه په ښکاره او یا پټ ډول حمایت کوي؛ کوم چې تل د افغان ملت وینه زبېښلې، پر افغان ملت یې ټوپکسالاري کړې، او افغان ملت یې د ۳-۴ لسیزو راهیسې په جنګ-جګړو کښې ښکېل ساتلی، او دوی یې تل پر سر د همدې چم په بغل ګاونډیانو او ځینو نورو بهرني دښمنانو سره سوداوې کړي، او ځانونو ته یې د افغان ملت په وینو بنګلې جوړې کړي. خلص دا چې د هغو کسانو څخه په مستقیم-غیر مستقیم ډول حمایت کوي، چې تل دوی او د دوی شومو اهدافو پوره کېدا ته ژمن پاته سوي، تر ملي منافعو-ګټو پر ځای یې تل شخصي ګټو ته ترجېح ورکړېده. او یا هم همدا چم په بغل ګاونډیان او نور بهرني دښمن کوم چې تل زما په غېږ کښې دیوه خپلواک، غني او زما ملت ګټو ته ژمن نظام څخه په وېره کښېې پاته سوي؛ غواړي ما ملت ته حالات ګډوډ وښي، ترڅو زما ذهنیت بدل کړي، او په دې سره د خپل زعیم د ټاکلو څخه لاس واخلم. د بېلګې په ډول:-
د پاکستان له لورې د اوسني افغانستان پر ځینو سرحدي سیمو د تُندغیو اورول، په ځینو وختونو کښې د افغان ملت د وطنپالنې د سپېڅلي ارادې او احساساتو را پارولو پر سرحداتو حملې، چې څه موده مخکې یې د کندهار په معروف سرحدي ولسوالۍ کښې د افغان ځواکونو سره نښته، او هم په همدې وروستیو کښې د پاکستان له لورې د افغانستان پر کنړ ولایت باندې د تُندغیو فیرونه او هوايي بمبارډونه چې د ولسي وګړو د شهید کېدو سبب سوي دي؛ چې دا ټول د افغان ملت د سپېڅلي احساساتو د را پارولو او د ټاکنو په اړه د ملت د ذهنیت د بدلولو د شومو هڅو ښکارندويي کوي. دوی په دې شومو هڅو سره غواړي د یوه لورې زما ملت ذهنیت د ټاکنو په اړه بدل کړي، او د بل لورې غواړي چې افغان ځواکونه په سرحدي سیمو کښې مشغول وساتي، حالات پیکه وښيي، اوما ملت د ټاکنو څخه پر شاه کړي؛ او په دې سره د ۲۴ جوزا په دوهم پړاو ټاکنو کښې د یو ټوپکسالار حکومت قایمولو لپاره د پراخو درغلیو لپاره زمینه برابره کړي. نو اوس زه ملت باید په دې پوه سم چې دا ټولې شومې هڅې یوازې زما د ارادې-ذهنیت د بدلولو لپاره دي؛ نور هیڅ نسته. زما همېنشي او دوه مخي دښمن د تل په څېر غواړي، چې زما اراده محطل کړي، او دوی د همدې محطلۍ څخه په ګټه اخستلو یو ټوپکسالار حکومت پر ما حاکم کړي. نو اوس که زه ملت پوه –هوښیار وم، د تېرو ۳-۴ لسیزو جنګ –جګړو څخه مې زده کړه کړې وه، د ټوپکسالار، جنایتکار، قاتل، غله، ډاکو او هوښیار، پوه، عاقل تر مېنځ مې د تشخیص قوه قوي سوې وه؛ همېشنی دښمن او د هغه ناروا-شومې هڅې مې درک کړي وې؛ نو زه به هیڅکله د تعقل تر احساساتو قرباني نه کړم. د هر رنګ داخلي-بهرني فشار په وړاندې به سپر غوندې درېږم، او د خپل راتلونکې زعیم په ټاکلو کښې به خپله اراده تمثیلوم. او په پوره تعقل، فکر او غور سره به د خپل ګران ټاټوبي د یوې روښانې آیندې لپاره په هر رنګه شرایطو کښې، دهر ډول داخلي-بهرني فشار پر وړاندې سپر غوندې درېږم، او د تاریخ د پیکه پاڼو څخه په عبرت اخستلو سره به د پوهې، استعداد، قلم او پوره ذکاوت خاوند ټاکم. ان شاء الله.
د یوه غني، روښانه او پر خپل ځان بسیا افغانستان په هیله .
۱۳۹۳-۰۳-۱۱