وروسته ترهغه چي په کندهارښارکښی دیخي نرخ پورته سو او ښاریانو ته اقتصادي نه سوای تمامیدای نو کندهارښاروالۍ وغوښتل دخپلو شریفو ښاریانو لپاره دیخي نرخ کابو کړی چی پرهمدې اساس نن دکندهارښاروالۍ دمشورتی شورا لخوا دښارټوله برحاله وکیلان ، دیخي دفابریکو مسولین اواستازي او په ښارکښی دیخي عمده پلورونکي راوغوښتل او دکندهارښاروالۍ په حمیدی صالون کښی یی پریاده موضوع مفصلي خبري وکړې.
دښاروالۍ دمشورتی شورا ریس الحاج نقیب الله حکیمی وویل چی موږ باید دنورو اسلامی ممالیکوغوندي په نرخ کښی تخفیف راولو او هغه نرخ چی زموږ دښاریانو لپاره اقتصادی نه تمامیږي باید ورته دحل لاره چاره یی ولټوو چی هغه یی ښه مثال دروژې مبارکه میاشت یاده کړه چی دنوموړی په وینا چی روژه راروانه ده نوباید ترداوسه لاورته اماده سو او دخپل اسلامی ،ملي او وطني احساس له مخي په نرخونو کښي تخفیف راولو چی ښاغلی حکیمی په دې برخه کښی خلګوته وویل چی تاسو باید دپخواني نرخ څخه لاس واخلي او نوی نرخ دیخي لپاره وټاکي چی خلګو په دې برخه کښی خپل مشکلات او غوښتنی واورولې چی خلګو غوښته درلودل چی بریښنا کمه ده ډیروختونه بریښنا نلری دوی اکثره وخت دجنیټر دتیلو څخه استفاده کوی او دکاریګرو معاش یی یاد کړ چی دنوموړو په وینا همدا علت دی چی دیخي نرخ ګران دی چی وروسته دښاروالۍ دمشورتی شورا ، دیخي دفابریکو او عمده پروشانو اوهمدانګه د ښاروالۍ دمراقبت دمدیر او عوایدو دمدیر به منځګریتوب تصمیم ونیول سو چی نور به دیخي من په ۲۴افغانی وي ترڅو دښاریانو لپاره اقتصادي تمام سوی وی وروسته دښاروالۍ دعوایدو مدیر طاهرخان وویل چی موږباید تل دخپلو ګرانو ښاریانولپاره بهتره سهولتونه رامنځته کړو او په هره برخه کښی ورته اسانۍ جوړه کړو ترڅو له اقتصادی پلوه موښاریان زیان مند سوی نه وی خو په یاده برخه کښی یی دټولو اړوند استازو څخه مننه وکړه چی ددوی سره یی پر یاده موضوع تصمیم ونیوی چی هغه داکار دښاریانولپاره ښه زیری وبلی او دوی ته یی دلا بریاوو هیله وکړه