کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروال: د نور مارکېټ پر ځاى پارک او پارکينګ جوړه وو

کندهار ښاروال: د نور مارکېټ پر ځاى پارک او پارکينګ جوړه وو

کندهارښاروال وایی د نور مارکیټ په ساحه کښی به دحضرت عمر(ض) دجامع لپاره دوه منزله پارکینګ اویو پارک جوړوی.
کندهارښاروال محمدعمر((عمر))چی نن یې دیو خصوصی ټلویزیون سره په خبرو کي وويل چی کندهارښاروالۍ پلان لری ترڅو دحضرت عمر(ض) دجامع لپاره دنورمارکیټ په ساحه کښی دوه منزله پارکینګ او پرسریې یوښایسته پارک جوړکړی ترڅو نوره هم دجامع په شاوخواکښی مثبت بدلون راغلی وی .
ښاروال وویل نور مارکیټ چی دکندهار ښاراړوند ددوهمی ناحې په حدودو کښی دی دښاروالۍ ملکیت یاد کړ او زیاته یې کړه چی مخکښي کندهار ښاروالۍ خلګوته په قرارداد ورکړي وو چی په دې اورستیو وختونو کښی چی دحضرت عمر(ض)دجامع کاري چاري بشپریږی نو کندهارښاروالۍ وغوښتل دیوه پلان له مخي یاد مارکیټ ونړوی او په دوه منزله کښی یی دوسایطو لپاره پارکینګ او پرسریې ښایسته پارک جوړ کړی چی نور به هم ویادي مقدصي جامعې ته رنګیني وروبخښي چی په دې برخه کښی کندهار ښاروال محمدعمر((عمر)) دنور مارکیټ ددوکاندارانو څخه ځانګړې مننه وکړه چی پخپله خوښه یی دښاروالۍ دپلان مطابق قانونی اوصولوته غاړه کښیښودل ولی یادونه یې وکړه چی کندهار ښاروالۍ به دیاد مارکیټ دخلګولپاره دښار په بله برخه کښی دکاروبار لپاره زمینه برابروي .
که څه هم کندهار ښاروال دحضرت عمر(ض) دجامع دجوړیدو کار ۹۰٪ یاد کړ چی اوس یی کار ۹۰٪خلاص سوی دی خو ویویل چی دفرش او نورکاریی پاته دی چی هغه به هم ژرترژره خلاص سي او دسرطان دمیاشتي په لومړیو کښی به یې افتتاح کړو چی کندهار ښاروال په دې برخه کښی دافغانستان داسلامی جمهوریت دجمهورریس ښاغلی حامد کرزی څخه مننه وکړه چي دخپلي اسلامی او ملي وجبې له مخي یې دیادي جامع په تمویلولو کښی پوره همکاري کړې ده ولي دلګښت په ارتباط یې وویل چی که څه هم د حضرت عمر(ض) دجامع لپاره ۴میلونه ډالره اټکل سوي وه خو ددرې نیم میلونه په شاوخواکښی مصرف باندی راغلی چی پاته نور به یی دپارکینګ او پارک لپاره په مصرف ورسوي چی ښاروال داکار دکندهارښاریانولپاره یوښه زیري وبلي او هیله یې څرګنده کړه چی نور به هم په دې برخه کښی کار کوی او یوه مدرسه به هم په همدې مارکیټ کښی جوړوی ترڅو په اسلامي برخه کښی مو هم کارکړي وي