دطالبانودواکمنۍ دمهال دماليې وزیر او دملامحمدعمر مجاهد نیږدي ملګري ملا اغاجان معتصم دپنځوتنو لوړپوړو طالب مشرانو هریوه ملا محمدفاضل اخند ، ملانورالله نوري ، ملاخیرالله خیرخوا ، ملاعبدالحق وثیق اوملامحمدنبي عمري په خلاصون خوښي څرګنده کړي ده ، او دبندیانو کورنۍ ، خپلوانو اوټولو ملګروته يې ددوي دخلاصون مبارکي ویلي ده .
ښاغلي معتصم له خپل مشر ملامحمدعمر مجاهدڅخه هم مننه وکړه چې دیادو کسانوپه خلاصون کې یې ټولې ممکنه لارې پرکارواچولي .
نوموړی وايي پوره هیله مند دي چې دغه کار به دافغانستان دروان کړکیچ په له منځ وړلوکې ګټور تمام شي .
ښاغلي معتصم دافغانستان دسولې اوثبات لپاره د دغه رنګه هڅو اوکړنو ستاینه وکړه اوهیله يې څرګنده کړه چې دافغانستان په کړکيچ او معضله کې بندیان شوي ټول سیاسي بندیان هغه که په هرځای اوهر زندان کې وي پکار ده چې ازاد کړل شي.
ښاغلي معتصم له مقابل لوری څخه هم مننه وکړه چې دبندیانوتبادلې ته غاړې کیښوده ، او دايې ددواړو لوریو دښه نیت ښودلو اوباورجوړوني یوه هڅه وبلله .
او همداراز ښاغلي معتصم په دې لړ کې دقطردحکومت هم ډيره ستاينه وکړه چې واقعا يې په دې هکله ښه مثبته کړنه ترسره کړه.
ښاغلي معتصم وايي ، چې دبندیانوخوشي کول هغه که له ګونتاناموڅخه وي اویاهم له بګرام ،پلچرخي او دهیوادله نورو زندانونوڅخه وي دتفاهم اومذاکراتو لپاره تربل هرڅه ښه زمینه سازي کولاي شي .
ښاغلی معتصم وايي ، هیله لري چې ازاد شوي ملګري یې ژر ترژره له خپلوکورنیوسره یوځای شي او په دې لاره کې دپراته خنډونو دله منځه وړلو لپاره نړۍ وال لوري هم هلي ځلي وکړي