کور / تازه خبرونه / امریکا او طالبانو د قطر د دفتر هدف ترلاسه کړ

امریکا او طالبانو د قطر د دفتر هدف ترلاسه کړ

سرنوشت: امریکا او طالبانو د قطر د دفتر هدف ترلاسه کړ
د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مطالب تر ډېره د یو امریکايي عسکر په بدل کې د پنځه طالب مشرانو خوشې کیدو او د سولې په پروسې یې اغیز او کابل ته د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چیک هیګل سفر ته ځانګړي شوي دي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د یو امریکايي عسکر سره د پنځه طالب مشرانو د تبادلې په اړه یو مطلب کې لیکلي چې امریکا او طالبانو د قطر د دفتر هدف ترلاسه کړ.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو دوی سره یوازینی بندي امریکايي عسکر باو برګډال د خپلو پنځو مشرانو د خلاصون په بدل کې ازاد کړ.

دغه عسکر پنځه کاله وړاندې طالبانو په پکتیا ولایت کې نیولی و.

په دې مطلب کې راغلي چې، د طالبانو او امریکا ترمنځ په دې تبادلې کې قطر منځګړیتوب کړی.

ورځپاڼې د شنونکو له قوله لیکلي چې، د قطر دفتر د سولې لپاره نه، بلکې د بندیانو د تبادلې لپاره رامنځ ته شوی و.

دغې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکايي عسکر او طالب مشرانو د تبادلې په اړه د پخواني طالب چارواکي “اغا جان معتصم” له خولې لیکلي؛ چې دا کار به د سولې په پروسې مثبت اغیز وکړي.

ملي باور:

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د ناڅاپي سفر په اړه لیکي چې؛ هغه په بګرام کې د لسو خاصو امریکايي پوځيانو سره کتلي چې؛ د طالبانو د بنده د خوشي امریکايي عسکر برګډال په خلاصون کې یې هلې ځلې کړې وې.

د ورځپاڼې په وینا، هیګل وروسته په بګرام اډه کې امریکايي پوځیانو ته وینا کړې او د ځینو لوړپوړو امریکايي قومندانانو سره د افغان پوځ په وړتیاوو هم خبرې کړي دي.

ورځپاڼې د یو امریکايي عسکر په بدل کې د پنځه طالب مشرانو خوشې کیدو ته په اشارې سره د افغانستان د سولې عالي شورا په حواله لیکلي چې؛ د طالب بندیانو خوشې کیدل یو ښه کار دی او په دې سره د سولې پروسې پر وړاندې یو ستر خنډ لرې شوی دی.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز غیر دولتي ورځپانې بیا لیکلي چې؛ د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل افغانستان ته د پوځ د ارزونې په هدف راغلی.

د ورځپاڼې په خبره، ټاکل شوې چې، هیګل نن د افغانستان د پوځ لوړپوړو چارواکو سره د پوځ د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼې د هغو خبریالانو له قوله چې په دې سفر کې یې د ښاغلي هیګل ملګرتیا کوله؛ لیکلي چې، هیګل به د افغان پوځ د تجهیز په برخه کې د افغان حکومت د وړتیاوو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.

جامعه باز:

جامعه باز یا پرانیستې ټولنې نادولتي ورځپانې په دویم مخ کې د یو امریکايي عسکر او پنځه طالب مشرانو د تبادلې په اړه په لوی خط لیکلي چې ۵ مساوي پر ۱.

په دې مطلب کې ورځپانې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل سفر ته کتنه کړې او د هغه له قوله یې لیکلي چې؛ باید د امریکايي سرتیري برګډال د پنځه طالب مشرانو تبادله تر دې دمخه شوی وای.