د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د ماين چاودني يوولس کسان وژلي.
چارواکي وايي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله ئې سراچه موټر پر يوه ښخ سوي ماين وخوت.
د دې ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل وايي چي دا ماين د وسله والو له لوري ښخ کړل سوى وو خو خپله وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
چارواکي وايي چي ياد کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي او هغه وخت ورباندي د ماين چاودنه سوې چي د يوه واده تر تېرولو وروسته خپل کور ته را روان ول.
دا لومړى ځل نه دئ چي د سړک غاړي ماين چاودنه د اولسي وګړو ژوند اخلي ، بلکي په لسګونو ځلي دا ډول پېښي رامنځ ته سوي او ډېري کورنۍ ئې د غم پر ټغر کښېنولې.