اسلام اباد: دبي بي سي دخبرله مخې د پښتونخوا په سوات سیمه کې یوه لارۍ سیند ته غورځېدلې، چې له امله يې ۱۶ کسان مړه ، ٧ کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور کسان لا هم بې درکه دي .پېښه کالام سیمه کې رامنځ ته شوې،.چارواکي وايي دغه پېښه کې ، چې د لټون چارې یې روانې دي.د بحرین سیمې پولیسو مرکز مسوولینو په وینا د یوې کورنۍ کسان لارۍ ګاډي کې له مینګورې نه کالام ته پر لاره وو، چې نیمه شپه مهال یې ګاډی سوات سیند ته وغورځېده، د پولیسو په وینا په مړه شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان، پنځه مېرمنې او یو نارینه شامل دي مرستندویه چارو کې د سیمې خلک او پولیس برخه اخلي، ټپي کسان او جسدونه ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي