کور / هراړخیز / راسئ چي په ګډه تسلیم سو

راسئ چي په ګډه تسلیم سو

کله چه انسان (خلق) شو ځینی پیچلی او مغلق اوصاف هم ورسره په څنګ کی (جعل) سوه چه ځینی دا اوصاف په ټولو انسانانو کی مشترک او ځینی بیا د ځانګړو انسانانو لپاره ځانګړی وی ، د قانون او یا مافوق شخص اطاعت یو عام صفت دی خو د مشر او رهبر پتوګه نورو ته ځان ور پېژندل یو ځانګړی خصوصیت دی چه البته ځان د نورو مشر بلل او یا کېدل یو مخصوص هنر او استعداد غواړی چه طبعاً عوام ترې بې برخی دی او د فلسفی لحاظه په هره تاریخی او حساسه مرحله کی د ټولنی د رهبر وجود( څه وړوکی ټولنه څه لویه ) یو حتمی او اجتناب نه منونکی امر دی.
د بشر په اجتماعی او ټولنیز تاریخ کی ډول ډول رهبران د ډول ډول کارنامو او سرنوشت درلوونکی دی، ځینو رهبرانو د خپل ؤلس د سوکالۍ او نجات پخاطر خپلی وینی توی کړیدی او ځینو ؤلسونو بیا د خپل خلاصون او سوکالی پخاطر د خپلو رهبرانو وینی توی کړیدی او ځینو رهبرانو بیا د خپلی رهبری د ټینګښت او دوام پخاطر د ؤلس وینی توی کړیدی. هالیووډ او بالیووډ او کوم بل ووډ که ددې دومره بېشماره مزخرفو فلمونو پرځای د نړۍ د هر ګوټ د رهبرانو د ژوند او سرنوشت په هکله فلمونه جوړکړی وای د نړی د ډیرو خلګو هنری او انتباهی نیاز به لیری شوی وای. په هر حال رابه شو په اصطلاح خپل وطن ته.داچه وطن څه ته وائی ورته تر اوسه جامع او مناسب تعریف ندی موندل شوی، آیا وطن یعنی سیاسی جغرافیه؟ یعنی نژادی او قومی او فرهنګی جغرافیه؟ یعنی دینی او مذهبی جغرافیه؟ یعنی یوه ایډیولوژیکه جغرافیه؟ یعنی یوه بیولوژیکه جغرافیه؟ یعنی که د معدودو اشخاصو او وګړو شتون په یوه محدوده ساحه کی او که د نا معدودو وګړو شتون په یوه نا محدوده ساحه کی. تورجان لالا د پنجوائی څخه ښار ته درې سوه اته ویشت دانې هګی او شپږویشت کبلو کروت د خرڅلاو لپاره را وړیدی نوموړی تر څو چه په ښار کی وی ځان پردی او مسافر او دیغ احساسوی او همدارنګه الکساندر چکوش فضا ته د سفر په ترڅ کی ځان لیری مسافر او د مځکی د کُرې څخه ورغلی میلمه بولی. کولای شو ووایو وطن د ناستی خونه، کور، کوڅه، محله ، ناحیه، ښار، ولایت، هیواد، لویه وچه یا براعظم، دمځکی کُره او بالآخره( اِنًا……………اِلَیه راجعون ، لومړی او وروستی وطن – ښه یا بد).
په هر حال وطن به نورو غوندی وطن وبولو یعنی اوسنۍ سیاسی جغرافیه( چه د دوو سوو کلونو په اوږدو کی تر کڅوک، شری، درنو تبو او ګرېوان څیرنی او څیرلو وروسته نننی شکل ځانته غوره کړیدی). پدې وطن کی نورو ډیرو وطنونو غوندی تر اته کالو مخکی پوری هیڅ یو مشر د ؤلس په خوښه ندی انتخاب شوی.
تر دې ماشومانه او په عین حال کی معصومانه پوښتنی به تېر شو چه که انتخابات او انتخابېده یوه ټولنیزه او اړینه تنده وی نو باید ډیر تعجب وشی چه ولی او څنګه مو دوه سوه کاله دا تنده زغملې ده او که انتخابات یوه اړینه تنده نه وی نو باید ولی تعجب ونه شی چه ددی تندی د ماتولو پخاطر مو د یخو اوبو پر منګی (انتخاباتو او کاندیدانو پر څرنګوالی)دومره دروند او نامناسبه یرغل ور وړیدی. د یخو اوبو منګی د کابل د ښار په مرکزی برخه کی په شل هکټاره مجلل ګړونج (ارګ) باندی پروت دی او دوه کاندیدان چه هر یو ئی د ؤلس د نیمی برخی نمایندګی کوی غواړی د سقاؤ پتوګه ددې ګړونج د مدیریت مسئولیت پر غاړه واخلی خو د بده مرغه ددې سقاؤ د شخصیت او ټاکنو د شکل او محتوی او نتیجې په وړاندی ډیری خطر ناکه حنجرې او ګوتی فعّاله شویدی چه البته دا حنجرې د ؤلس د ډول ډول فرهنګی، نژادی، قومی او مذهبی اکثریتونو او اقلیتونو د ډیرو کمو هوادارانو لخوا پکار لویدلی دی او هڅه کوی چه د ګړونج پښې ور سستی او منګی ته صدمه ور ورسوی خو دې واقعیت ته ئی پام ندی چه ددې ګړونج پښې د ؤلس د ټولو نژادونو، قومونو او فرهنګونو څخه تشکیل شوی او همدارنګه منګی هم ددې هیواد د خاورو او اوبه ئی هم ددې هیواد د څاګانو او چینو ذلاله او خوږې اوبه دی بناً ماتول او وېشل او اجاره کول او لیلام ئی نا ممکنه او یا د ډیرو بدو نتیجو درلوونکی دی او په ضمن کی د ماتیدو او صدمې مخنیوی ئی هم سخت کارندی البته د ګړونج او منګی د استقامت د تثبیت پخاطر باید ځینی مهم او اساسی تدابیر په کار ولویږی چه یو له هغې جملې څخه د ځینو قوانینو تعدیل او یا تغیر ګڼل کېدای شی، مثلاً د ؤلس مشر د عکسونو تکثیر او په هر مکان کی ( کندهاریان ئی مکان بولی) د هغه ځوړیده یوه بده روحی او اخلاقی خالیګاه را مینځته کولای شی یعنی انسان د کاذب جاه او جلال او خودبینۍ او شخصیت پرستۍ طوفانی څپو ته سپاری، داچه پیغمبر فرمائی د عکسونو سره شناخت مکوی منظور ئی د پلار، مور او دوستانو یادګاری عکسونه ندی بلکه منظور ئی همدا سیاسی او موسمی او نفسانی عکسونه دی ، او مثلاً داسی قوانین وضع شی چه د ؤلسمشر او وزیر او وکیل او بل دولتی پینه دوز غیر مناسب او افراطی امتیازات یا له مینځه ولاړ شی او یا هغی کچی ته را ټیټ شی چه خلګو ته د خدمت رښتین او دروغجن مدعیان په اسانی تشخیص کړای شی، اوس خو هم جګپوړی هم مینځپوړی او هم ټیټ پوړی مامور ادعا کوی چه یوازی ؤلس ته د خدمت پخاطر فلانی دولتی مقام تر لاسه کول غواړی خو د قوانینو د اصلاح په صورت کی به ولیدل شی چه رشتیا هم خپل ؤلس ته کار کوی او که خپل نس ته.
بله داچه د انتخاباتو له لیاری د ؤلسمشر ټاکل د ټول مشکل د حل لیاره نده، ؤلسمشر په هر صورت ټاکونکي دی ( هر څوک چه وی) خو اساسی دنده او مسئولیت او مکلفیت دادی چه د هیواد فرد فرد خپل ځان ( په هر اجتماعی موقف کی چه وی) ؤلسمشر وبولی ( البته نه په اجرائبوی معیار بلکه اخلاقی او وجدانی معیار) یعنی داچه هر هغه څوک چه د ؤلسمشر څخه د خدمت توقع او انتظار ولری باید خپله هم د نورو انتظار او توقع ته مثبت جواب ووائی، په بله ژبه نن چه هیوادوال د دولت د مامورینو د اداری فساد څخه سرټکوی د ؤلسمشر په تغیر او تبدیل او یا تلاښ هیڅ اړه نلری، ؤلسمشر که د خپلی سدرۍ د بغل په جیب کی سوپر کمپیوټر هم: وګنډی وبه نشی کولای چه د فساد په میځه وړو کی بری تر لاسه کړی یو د علتونو څخه دادی چه په ؤلس کی د سواد او پوهی خاوندان دومره ندی چه د یوه مفسد مامور پر ځای کوم بل مصلح مامور په کار وګمارل شی، ټول همدا یو قشر دی چه پرون د یوه ولسمشر تر سیوری لاندی نن د بل ؤلسمشر او سبا به د بل ؤلسمشر تر سیوری لاندی خپلی دندی ته ادامه ورکوی.
بله مهمه خبره چه د راتلونکو ټاکنو او انتخاباتو سره ارتباط لری داده چه نژادی، فرهنګی، سمتی، قومی او مذهبی حرارت ته باید دومره لمن ونه وهل شی چه په سوځوونکی او ویجاړوونکی اور بدل شی، د (اکثریت) او ( اقلیت) واقعیتونو ته غیر عالمانه او احساساتی کتنه نوره هم مسئله پېچلی کولای شی. د ځینو تیرو تاریخی بعضاً رنځوروونکو واقعیتونو پر کراستینه رسۍ لاس نیونه هدف ته د رسیدو لیاره نده( حتّی د وسیلې پتوګه هم کار ترې اخیستل نا مناسبه ښکاری) او دا لیاره او واټ د (تناقض) پنوم په خطرناکو چاودیدونکو موادو لړلۍ دی چه کولای شی د ( منطق) پوخ سنګر د خاورو سره برابر کړی ( هم د ( اکثریت لپاره او هم د ( اقلیت لپاره). اجازه راکړی چه تر شلومبو سپینه او تُروه در ته وکړم، د افغانستان تر بنسټ ایښوونکی را وروسته پدې دوې پېړۍ موږ داسی ملی مشر نه پیژنو چه هغه دی د ( اکثریت) په مورنۍ ژبه د صحبت توفیق او استعداد او مینه درلودلې وی یا په بله ژبه د کوم ملی مشر ژبه د ( اکثریت) ژبه وه؟ د بلی خوا ( اقلیت) چیغی وهی چه دوې پېړی فلانی فرهنګ! او فلانی قوم! پر دوی حکومت کړیدی او نور به اجازه ورنکړه شی چه دا کار ادامه ومومی، دې د هډوکو مربا ته نظر واچوی، د ملی رهبرانو او مشرانود ( اکثریت) مورنۍ ژبه نه وه زده او د ( اقلیت) نژدې خپلوانو د وروستی پاچا په دربار کی د سِکسی مشاورینو او درباری شاعرانو پتوګه وظیفه اجراء کړیده بناً د ( اکثریت) او ( اقلیت) د ( تناقض) نتیجه دا شوه چه ملی رهبران په خټه ( اقلیت) او په خېټه ( اکثریت) وه. تناقض څه ته وائی؟ تناقض یعنی د تودې او خوندوری ښوروا کاسې ته د یخی د ټوټی ورګېلول.
د اکثریت رښتینی ملی رهبران خصوصاً ” بابا ” او ” نیکه ” دی خدای زموږ او ستاسی سره وبخښی، هغوی اوس په بل عالم او په بل حساب او کتاب کی لګیا دی، موږ ئی هیر یو موږ هم باید نور ونه کولای شو تر ابده پوری د هغوی پلاس جوړه شوی ځانګو کی فقط د هغوی د ( نوم) په ( رسۍ) د ځانګو ټال ته ادامه ورکړو د هغوی د( نوم) ( رسۍ) په ځانګو کی پروت روغ یا ناروغ ماشوم( ؤلس) د تسلی او آرامی سره نوره مرسته نه شی کولای. په هرحال موږ ته ” بابا” او ” نیکه” ځانګړی حرمت لری خو د حرمت د دفاع پنوم د وینی تویول او دنورو پرعزت او آبرو تېری کول او یا د کرکی او نفرت د تخم شیندل نا جائزه کار ښکاری. زموږ ټولنه شکر دی د باباګانو څخه بی برخی نده ډیر ( معنوی باباګان ) لرو ( البته جعلی او تقلبی باباګان هم په تاریخ او ټولنه کی راته پورته او کښته کیږی) ، راشی چه د یو بل ښکلی ( بابا) په ښکلی باغ کی ګام کیږدو او خوندوری مېوی ئی وڅکو چه هم مو سترګی را روښانه کړی هم مو زړه را قوی کړی او هم مو وینه را صافه کړی چه هغه د عبدالرحمن ( بابا) د عشق مېوه ده( د عشق بابا) . عشق څه ته وائی؟ عشق یعنی د نصوارو د دبلی د هنداری د زاوئې پراخول، ( کیسه خو اږده نشوه؟) بناً ښه به داوی چه د خپل تاریخ ؤلسی هنداره داسی عیار کړو چه د ؤلس د فرد فرد نژادی او قومی او فرهنګی او مذهبی قد او څېره پکی ولیدل شی او همدارنګه ددې هنداری د تصاحب او ادارې د حق تحفظ نه باید یوازی په ( اکثریت) اړه ولری او نه په ( اقلیت)، دا د ټول ؤلس مشترکه هنداره ده او که لږ و ډیر شهامت او علمیت او زغم او یووالی پکار ولوېږی وبه کړل شی چه هغه مرموز او ناپاکه او خبیث لاسونه ( چه د څلور زره کیلو مترۍ څخه زموږ د احساساتو جیبونو ته راغزیدلی دی) او ددې هنداری د غلط عیار او غلط استعمال تر شا بوخت دی، مشاهده اوغوڅ شی. د بده مرغه دا مزدورانه او نوکرانه تور لاسونه هم د ( اکثریت) او هم د (اقلیت) د ډیرو کمو او معدودو او با سواده! او د قلم او ژبی د خاوندانو له لوری پکار لویدلی دی، هغوی هڅه کوی چه فقط په ژبه او قلم ځینی بادی ژرندی فعّاله کړی او د خپل فرهنګ! خالص! غنم په اوړو بدل کړی حال داچه د دواړو ډلو فکری غنم ناسالم او د تیګو او شګو څخه ډک دی، خو د خوښۍ ځای دادی چه هم د ( اکثریت ) او هم د ( اقلیت) عوام او عادی وګړی د نجیب او پاک او شریف احساس او روح خاوندان دی او نوموړی بادی ژرندی ته د شک او بد ګمانۍ په سترګه ګوری.
بله دا چه که ښې ټاکنی او مطمئنی پایلی او همدارنګه د قانون د حاکمیت او آرام او سوکاله ژوند هیلی او اُمیدونه پخپل ځان کی ژوندۍ وساتو نو باید یو د بل څخه ونه بیریږو او نه یو د بل څخه نااُمیده او بد بینه شو، باید یو بل ته شیطانی طعنې او پیغورونه ونه رسوو چه دا کار فقط د اِنسی او جِنّی شیطان د خوښی سبب ګرځی ( هېره مو نه وی چه موږ هر یو ( د قوم او نژاد په سطحه) د تاریخ په یوه او یا بل حمام کی لڅ سره لیدل شوی یو ( حد اقل د څه کم سلو کلونو په اږدو کی) بناً اوس مکلفیت لرو چه یو پر بل څادر وغوړوو. لنډه دا چه هغه څه چه د هیوادوالو د ملی سلامتیا د دوام سره مرسته کولای شی حوصله او زغم او د منفی څپو د تهاجم سره مبارزه ده، باید هڅه وشی چه ټاکنی او پایلی ئی په فرهنګی او نژادی تاؤ تریخوالی او ټکر بدلی نشی، د ؤلس د رأیو د صندوقونو څخه را وتلی ( وارخطا )ؤلسمشر باید اجازه ورنکړی چه ځینی ( اکثریتی) او ( اقلیتی) کړۍ ئی په غوږ کی ناهنجاره او ملی ضد نغمې ور زمزمه کړی او نه باید ټاکل شوی ؤلسمشر دومره صلاحیت او جرأت ولری چه ملی ضد کار ترسره کړی او په ضمن کی ؤلسی جرګه باید د صالح او همدرده غړو څخه تشکیله شی څو د حکومت او د دولت د رئیس پر اجراأتو دقیق نظارت ولری.
رابه شو اصلی مطلب ته، د انتخاباتخاباتو لمړی پړاؤ تر سره شو او وروستی پړاؤ ئی څو هفتې وروسته تر سره کیږی دا چه ؤلس د سیاسی او ټولنیزو مساائلو سره مینه او علاقه ښکاره کوی ډیرو ته د خوښۍ ځای دی. که اجازه راکړه شی د دوو کاندیدانو د جملې څخه به د یوه په هکله د مات قلم په ژبه وږغيږم .باید عرض کړم چه د هیڅ کاندید او دهغوی د هوادارانو سره هیڅ ډول فکری او کاری رابطه نلرم بناً فکر کوم چه تحلیل او قضاوت می پدی هکله لږترلږه خپل ضمیر ته د منلو وړ دی.
دا به ومنل شی چه یو لدې کاندیدانو څخه باسواده، پوه، جهان دیده، تحصیلکرده، متفکر، وطندوست، ؤلس دوست، فرهنګ دوست او پر دواړو ملی ژبو او فرنګیانو پر ژبه کاملاً مسلط شخص دی. دا به ومنل شی چه ممکنه ده د خپلی پوهی او تجربې په برکت خپل ؤلس ته ستر خدمتونه وکړی. دا به ومنل شی چه نوموړی یو متواضع او مخلص شخص دی. دا به هم ومنل شی چه نوموړی د ټولو هغو اوصافو خاوند دی کوم چه د یو ولسمشر سره ښائی، دا به هم ومنل شی چه نوموړی د یوی مزّمنی او پټی ناروغۍ له کبله درانده او ځانګړی دارو نه مصرفوی او دا به هم ومنل شی چه د نوموړی غړیتوب په ( ماسونری) تلبیسی تشکیلاتو کی یوه دروغجنه شائعه او أوازه ده خو دا هم باید ومنل شی نوموړی د خپل مرستیال په ټاکلو کی داسی ناهنرمندانه منظره جوړه کړیده چه د قوی شامې درلوونکی ئی په لیدلو د یوې لېونی او مست کُنجکاؤ احساس ته هڅوی هغه کُنجکاؤ احساس چه د اِقناع او اِشباع پخاطر دېته چمتو کیږی چه بېله کښتۍ او تجهیزاتو د حقیقت موندنی په ژور دریاب ور ګډ او تر وروستۍ سُلګۍ پوری لامبو ووهی. څومره ناهنرمندانه او د تناقض څخه ډکه منظره. یو ښکلی حماسی شعر دی خو د پیشو په مدح او توصیف کی، یو ښکلی او غوږ خوشحالوونکی ساز او موسیقی ده خو د فقید اولمیر او فقید مایکل جکسون په ګډ آواز کی، یوه ښګلې او زړه وړنکې ماڼۍ ده خو کړکۍ ئی د بام پرسر ده، یوه ښکلې او مهیبه مجسمه ده خو د سکرو څخه تراش شوې، یوه ښکلې حیرانوونکې نقاشی ده خو د کېلې پر کارټن یا کرېټ باندی رسم شوی، خلاصه د هنر د ښار په هره کوڅه کی د رسوائی ننداره ده، په بله ژبه یوې خواته د نړۍ دوهم متفکر د اقتصاد او سیاست کارپوه ( البته د تفکر انتخاب ئی په بله استعماری انګېزه تر سره شو) او په څنګ کی ئی یو بېسواده او ساده شخص چه ۳۸ دانې شل ګون نوټونه په یونیم ساعت نشی شمېرلای او که ئی وشماری هم په مجموع ئی سر نه خلاصیږی، یوې خواته د خلګو په وینا په دېرش کلن ټولنیز او سیاسی ناتار کی نا ښکیل او پاک شخص او په څنګ کی ئی جنګی او ایدیولوژیک جنایتکار چه یو ځل ئی خپل قلب او روح او ایمان او هر څه کرملین او سره جنایتکار پوځ ته په کرایه ورکړی وه او اوس ئی{ د ناټو د امپریالیسټی سازمان نازولی غړی ( ترکئی) ته سپارلی دی، هغه ترکیه چه د فرهنګی ناټو خطرناکه ماموریتونه زمږ په سیمه کی تر سره کوی هغه اسلامی!!!!! ترکیه چه فرهنګی او اقتصادی اِشتها ئی حتَی د ناټو د بل غیر رسمی غړی یعنی سعودی عربستان وبخښی سعودی عبریستان توری او خیرنی پښې په لړزه راوستی دی} خپل هرڅه سپارلی دی، ( نور کارګان لږ دی چه ترکیه هم را پیدا شوه؟ )یوې خواته پر پښتو ژبی او فرهنګ مین! شخص او په څنګ کی ئې هغه څوک چه پښتو ئی د لمړی ځل لپاره په دیارلس کلنی کی هغه وخت واوریدل چه نیکه ئی راډیو رانیول او د پښتو تر اورېدو وروسته ئې نیکه ته وویل چه راډیو کابل په ونیسه دا دی کوم بل ځای په نیولی دی دا خولا څه چه څومره پښتانه ئې دخپل نوکرانه ماموریت په دوران کی وژلی دی، ( د وګړو وژل په نژادی انګېزه یو ستر جرم دی دا چه مقتول هر څوک چه وی )، یوې خواته هغه څوک دی چه ادعا کیږی چه د هیواد په هره سیمه او ګوټ کی خاص محبوبیت لری خو په څنګ کی ئې هغه څوک ولاړ دی چه حتّی د خپل قوم په منځ کی زیات محبوبیت نلری نور قومونه او سیمی خو پرېږده ( البته د اُزبک شریف قوم په یوه حساسه تاریخی طوفانی څپه کی په غیر ارادی توګه را ګیر شویدی که نه فکر نه کیږی هغوی ددې څېرې پر شخصیت مین وی ) که رښتینی ملی او ولسی واکداری حاکمه شی د قومونو او نژادونو او فرهنګونو کج فهمه مشرانو وجود ته به نوره اړه او ضرورت احساس نه شی. لنډه دا چه دا ئی احتمالی ولسمشر او دا ئی هم مرستیال. دومره تناقض او دومره فاصله یوازی په نکلونو کی تر غوږ کیږی. دا منظره به هغه وخت نوره هم زشته او زړه دردوونکې او شرموونکې شی چه ( احتمالی) ؤلسمشر په کوم نامعلومه دلیل د صحنې څخه لیری او ځای ئی قانوناً مرستیال و نیسی هغه وخت به د لندنۍ استخارې ټېکه داران ( په کابل کی تېره ورځ کوم ږیرسپینی مخور!!!! ادعا وکړه چه د استخارې ادرس ئې دقیق دی ‘ البته دا استخره ویښه استخاره وه، د خوب استخاره ئی هغه وه کوم چه موږ ئی ۸۳ کاله په خواږه او ترخه خوب ویده کړی ؤ) پوه شی چه خالدبن ولید! څوک دی او څوک خالدبن ولید دی.
په هر حال نن هر هغه څوک چه د روشنفکری او وطندوستی ادعا کوی باید پوه شی چه فقط دوې د خلاصون لیاری ور پاتی دی، یوه ئی داده چه ځانونه د ( توطئې د تئوری) په عقیده مجهز کړی او بله داچه د بېځایه احساساتو او نژاد پرستانه افکارو څخه لاس واخلی ( د دوو او یا څو وړونو د لفظی دعوی او شخړی په جریان کی که حتّی یو ورور هم خپل آواز را ټیټ کړی او د زغم اوحوصلې څخه کار واخلی د مقابل طرف چیغی او ساندی او لجاجت به هم ډیر دوام ونکړی) که دا کار تر سره نه شی نو باید د یوې ډیری درنې توطئې د اجرا انتظار وایستل شی هغه شومه او نا ځوانمردانه توطئیه چه د هیواد څخه بهر په څو زره کیلو متری کی طرحه شویده او هدف ئی د انتخاباتو په نتیجه کی قومی او نژادی تریخوالی ته لمن وهل او د سوځوونکی او ویجاړوونکی لمبې را منځته کول دی، بناً که غواړی چه توطئیه تر ډېره ځایه خنثی او له کاره ولویږی نو باید قومی او نژادی تعصب تر پښو لاندی کړی او هغه چا ته رایه ورکړی چه ستاسی په اصطلاح په اکثریت ( پښتون) پوری اړه ونلری ځکه تاسی کولای شی چه ؤلسمشر د غلط او غیر ملی حرکت په صورت کی تر نیکټائی ونیسی او د محکمې میز ته ئی ودروی او د سیاسی او ټولنیزی د روانشناسی اصول هم دا ایجابوی چه دعوه تر خپل کور د بل په کور کی ښه نتیجه ورکوی.
بله مهمه خبره داده چه نن زموږ ؤلس نوری اساسی او درنې اړتیاوی لری ددې اړتیاوو پوره کولو ته ئی باید کلکه پاملرنه وشی، د ژبنۍ او فرهنګی اړتیاوو پوره کول په لمړیتوب کی نه راځی بناً د نړې د ددوهم متفکر او د هغه اول متفکر مرستیال پر ځای د خپل هیواد د پای د خوا دوهم متفکر ته ترجیح ورکول به بې ګټی نه وی. هغه څه چه ؤلس ته عزت او کرامت وربخښی ژبه نده قوم ندی سیمه نده بلکه هغه انسانیت او افغانیت دی او هغه ملی زغم دی ، دا ټول د استعمار وژونکی سوغاتونه دی چه زموږ د روشنفکرانو!!!!! پر ادرسونو را لېږل شویدی. د ( افغان ملت) فکری او مبارزاتی درخته به هغه وخت د پوره درناوی وړ وی چه ښاخونه ئې د ژیړو او خزانی، سرو او خونړیو، تورو او چینجنو پاڼو او برګونو څخه ځان خلاص او پاک کړی او صادقانه هڅه وکړی چه د درختی سایه ئی د ( افغان ؤلس) پر باغچه دومره درنه نه شی چه د لمر د روښنائی او حرارت او ثمر او مېوې ځخه بې برخی او محرومه کړی چه په هغه صورت کی به ددواړو باغچو درختو ته سخته صدمه ورسیږی، موږ او زموږ بچان هم ستاسی د درختی د مېوی ( میراثی) خریدارن یو خو توصیه مو داده چه نوموړی درختی ته د مصنوعی ودی او رُشد او بازار موندنی پخاطر د تُندو کیمیاوی سری او کود تزریق به درخته د ځینو زراعتی ناروغیو د ابتلا لپاره نوره هم مساعده کړی او زموږ او بچانو پر ذائقه او هاضمه به هم ډیره بده اغېزه وکړی.
نور عرض نلرم فقط د خپل مظلوم ؤلس د فرد فرد د هر قوم او نژاد اوفرهنګ او مذهب درلوونکۍ چه وی او همدارنګه د ټول مظلوم بشریت د نیکمرغۍ هیله می همېشنۍ واجبه وظیفه ده او دا هم خپله وظیفه بولم چه خپل مظلوم ؤلس ته د زړه له تله خالصانه او صادقانه فریادی چیغه ووهم او التماسانه غوښتنه وکړم چه راشی د حق او حقیقت تر لمر او سپوږمۍ لاندی ځینو تاریخی او ټولنیزو واقعیتونو ته متواضعانه غاړه کښېږدو او تسلیم شو او بس. والسلام.