محور: پاکستان په خپلو راکټي بریدونو سره غواړي د ډیورنډ کرښه رسمي کړي
د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مطالب تر ډېره د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف پر ټیلفوني خبرو او د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتیکیدونکو امریکايي عسکرو د شمېر په اړه د امریکې د ولسمشر بارک اوباما په څرګندونو ورټول دي.
سرنوشت:
سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې؛ ولسمشر کزي له نواز شریفه د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه. د ورځپاڼې په خبره ولسمشر کزي تر دې وړاندې دغه غوښتنه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان نه هم کړې وه؛ خو هغه د پاکستان راکټي بریدونه ډېر محدود بللي وو او ویلي یې وو چې افغان رسنیو دغه بریدونه غټ ښودلي دي.
د ورځپاڼې په ټکو، نواز شریف حامد کزي ته ډاډ ورکړی چې؛ د دې موضوع په اړه به له اړوندو ارګانونو سره وغږیږي او جدي ګامونه به پورته کړي.
دغه ورځپاڼه وايي، د پاکستان پوځ د افغانستان او هندوستان په اړه له ملکي حکومته جلا پالیسي لري.
د سرنوشت ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي، رییس جمهور کرزي په دې اړه د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د پرېکړې هرکلی کړی او په وسله والو مخالفینو یې غږ کړی چې؛ له دې فرصت نه ګټه پورته کړي او جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
دغه ورځپاڼه لیکلي، وسله وال مخالفین د بهرني ځواکونه حضور د خپلې جګړې اساسي دلیل بولي او بهرني ځواکونه د وسله والو مخالفینو حضور د خپلې جګړې بلمه ګڼي او له همدې امله په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې جګړه روانه ده او لسګونه زره داسې کسان وژل شوي چې؛ نه له امریکايي ځواکونو سره و او نه هم له وسله والو مخالفینو سره.
ویسا:
ویسا نا دولتي ورځپاڼې هم د حامد کرزي او نواز شریف ټیلفوني خبرو په اړه یو مطلب کې ویلي؛ چې حامد کرزي د پاکستان له صدرعظمه په جدي توګه غوښتنه کړې چې؛ د دغو بریدونو مخه دې ونیسي.
د دغې ورځپاڼې په وینا، جمهور رییس کرزي د پاکستان صدراعظم ته ویلي چې؛ له کلونو راهیسې د پاکستان له خاورې ترورستان افغانستان ته راځي؛ خو افغان ځواکونو هیڅکله د ډیورنډ د کرښې هغه خوا ملکي کسانو باندې بریدونه نه دي کړي؛ خو پاکستان تل د افغانستان په شرقي سیمو راکټي بریدونه کوي.
د ورځې په ټکو جمهور رییس کرزي د پاکستان د راکټي حملو موضوع په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قومندان جوزف ډڼفورډ سره هم مطرح کړې؛ خو هغه د د غو بریدونو په اړه بې خبري ښودلې ده.
ویسا، په یو مطلب کې د غربي مطبوعاتو له قوله ويلي چې؛ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کمیدو موضوع سره په پاکستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم درولي.
ورځپاڼه وايي، پر وزیرستان او له ډیورنډ پورې غاړې سیمو د بې پیلوته الوتکو د بریدونو بندول په دې مانا دي چې؛ دلته به د افغان جګړې د دوام اصلي مرکزونه بیا هم تاوده شي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د افغان ولسمشر او د پاکستان د صدراعظم ټیلفوني خبرو ته اشراه کړې ده.
د ورځپاڼې په خبره ، دغه خبرې چې په دوستانه فضا کې شوي؛ د پاکستان صدراعظم ویلي؛ چې له افغاني لوري ترورستان وراوړي او هلته عملیات کوي.
په دغو خبرو کې ولسمشر کرزي ویلي؛ له کلونو راهیسې له پاکستان نه افغانستان ته ترورستان راځي؛ خو افغانستان هیڅکله په ملکي خلکو راکټي بریدونه نه دي کړي.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې هم د کونړ په بیلابیو سیمو د پاکستان د راکټي حملو په اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو وروستیو خبرو په اړه یو مطلب لیکلی او په ارګ کې یې د خپلې یوې سرچینې له قوله ویلي، چې پاکستان د دغو بریدونو د درولو ژمنه کړې ده.
د ورځپاڼې په خبره، په څو وروستیو ورځو کې په دغو بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د دغې ورځپاڼې له نظره، پاکستان په دغو بریدونو سره غواړي چې د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه رسمي کړي.