کور / تازه خبرونه / سیمه ییزو پولیسو خپل دوه ملګري وژلي

سیمه ییزو پولیسو خپل دوه ملګري وژلي

د بادپښ ولسوالۍ اړوند د وچې پلوڅې په ساحه کې د سیمه ییزو پولیسو د حافظ کمر په امنیتي پوسته کې څلور تنو محلي پولیسو چې له مخالفو وسلوالو سره یې له وړاندې لاره جوړه کړې وه، دوه تنه محلي پولیس چې د مرکز اړوند دي، په ډزو وژلي او خپله چې اصلا د بادپښ استوګن دي له سیمې په تيښته بریالي شوي دي.
دا مهال په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونه د لار نورو جزئیاتو په پلټنه کې دي.