دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وايي چې نن دشپې څه
باندي اته بجې دزابل ولایت مرکز کلات اړوند دسیورې غونډۍ ته ځیرمه
دپولیسو دتلاشي پرمهال ځان مرګې بریدکوونکي موټر بم چاودنه کړې، پکي دوه
پولیس وژل سوې دي او نور کوم چاته زیان ندی اوښتی.