کور / تازه خبرونه / کندهار:د پوليسو پر سيمه ايز مشر جاجو ځانمرګی بريد وسو

کندهار:د پوليسو پر سيمه ايز مشر جاجو ځانمرګی بريد وسو

نن ماپښين شاوخوا دري بجي د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزي پر امر عبدالودود سرحدي(جاجو) ځانمرګى بريد سوى دى.
نوموړنيو مالوماتو له مخي جاجو په دي بريد کې ټپي سوى دى او روغتون ته د درملني په موخه ليږدول سوى دى.
د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضيا دراني د پېښي تائيد کړی او وايي چي په دې اړه يې پلټني کوي.
تر پېښي لږ وروسته د امنيې قومندانۍ يوه لوړپوړي چارواکي لراوبر ته وويل چي جاجو په بريد کي تر سخت زخمي کېدو وروسته ساه ورکړېده.
طالبانو پر نوموړي د بريد مسوليت پر غاړه واخيست, قاري يوسف وايي نوموړی د حبيب الرحمن په نامه د يوه کس لخوا د يوه ساتونکي سره ووژل سو، خو د کندهار د امنيې قومندانۍ چارواکي وايي عبدالودود سرحدي جاجو په ضد مرمۍ موټر کي يوازي سپور وو چي د لو والې د ډبرو پله سره د ځانمرګي بريد هدف وګرځېدی.