په سوهيلي پښتونخوا ږوب کي د خراسان ادبي کاروان له خوا د خراسان ګلونو په نامه پسرلنۍ مشاعره په ملټي پرپز هال کې ترسره سوه، چې په کې له ږوب پرته د کوټې، کلاسيف الله، ګوملې، هرنايي، موسی خېل، بنو او قبايلي سيمو ګڼ شمېر شاعرانو، د قلم خاوندانو او د ادب مينه والو ترڅنګ د مشال راډيو خبريال سېلاب مسعود، د المان ږغ راډيو خبريال حبيب الرحمن تاثير، د کلاسيف الله پياوړي ليکوال عبدالقادرمجرم، د ګوملې د شېخ طوطي بابا ټولنې محمدايوب بورا، د هرنايي ځوان شاعرابراهيم ارمان لوڼي، د موسی خېل شاعراو ژورناليست مصطفی قرار زمري، د عوامي نېشنل ګوند محمدانور مندوخېل او محمديار تکۍ وال هم ګډون کړی وو.
ياده پرتمينه مشاعره د شپې لس بجې له ډوډۍ وروسته پيل سوه، چې صدارت يې د ږوب ډپټي کمشنر نذرمحمدکهېتراڼ وکړ او مشر مېلمه د بنو شاعر، ليکوال غازي سيال وو. د دريز چارې مسرور موسی خېل، رازق جارساپي او فضل سهېل حريفال پر مخ بيولې.
مشاعره د قران کريم د څو سپېڅلو آياتونو په تلاوت سره پيل سوه، چې له هغه وروسته د خراسان ادبي کاروان مشر محمد طاهرهوتک راغليو مېلمنو ته تود هرکلی ووايه. نوموړي وويل چې شاعران، اديبان او فرهنګيان د ټولنې دکلتور او فرهنګ ارزښتونه نړيوالوته ورپېژني. شاعر د اولس ترجمان او د تمدن او پرمختګ سمبول دی. د دې ډول غونډو له برکته اوس دپښتو ژبې اوادب په برخه کي ډېر زيات پرمختګ سوی دی. ځوانان بايد د ساينس او ټيکنالوژي په دې عصر کي له انټرنيټ څخه په استفادې سره نوره هم هڅه وکړي، او د پښتو ژبې چوپړ ته لستوڼي راونغاړي. خراسان ادبي کاروان له تېرو څو کلونو راهيسې پرله پسې ادبي غونډي، سيمينارونه او پسرلنۍ مشاعرې کوي.
د هوتک له خبرو وروسته د غونډې صدر نذرمحمد کهېتراڼ خپله وينا وکړه او د ادبي غونډو جوړول يې يو ښه ګام وبللی. ښاغلي کهيتراڼ وويل چې ادبي غونډي د ځوانانو د ذهني ودي او کلتور ژوندي ساتلو لپاره ګټوري تمامېږي.
نوموړي د ټولنې د مشرتابه او ملګرو په تېره بيا له طاهرخوږمن هوتک او رفيع الله مندوخېل زښته زياته مننه وکړه. چي د يوې پرتمينې غونډې اومشاعرې ضمينه يې مساعده کړې. نوموړي زياته کړه چې پښتو ادب ډېر لرغونی تاريخ لري او پښتنو شاعرانو له دې لاري اولس ته زښت زيات زحمتونه ګاللي او خدمت يې کړی دی.
له دې وروسته مشاعره پيل سوه، چې شاعراوليکوال غازي سيال، سېلاب مسعود، طاهر خوږمن هوتک، عبدالقادرمجرم، محمدايوب بورا، مصطفی قرارزمري، هنرمل کاکړ، طارق محمود دانش، د ويښ ليکوال ادبي ټولنې مشر رحمت زلمي مندوخېل، ابراهيم ارمان لوڼي، اميرمحمدليکوال، شهيم کاکړ، مسرور موسی خېل، طاهرخان طاهر، حسېن عالم حسېن، ناصرمندوخېل، نواب لعووڼ، شفيع ارماني، عيسی حسرت، شېخ اشرف مندوخېل، عالم عادل، محب الله محسن، فضل سهېل حريفال، عنايت الله اولسمل، رازق جارساپي، صديق زمان صديق، جبارخادم، سميع الله خوشال، عمرخيالي، عبدالجبارارين، محمد طاهر اولسپال، ابراهيم کامرېډ، روئيداد ملنګيار، نيازمن مندوخېل، ګران ولات، عابدلويال دوتاني، حبيب الله ثاقب، لال محمدعاصم، نصيب سنګريارجوګېزي، عمرباتورمندوخېل، سراج عاجز، واجدتږي، نصروګل مندوخېل، اخلاص خاصک، پښتونيار مندوخېل، حبيب ناصر، عبدالروف او تنهاوزير په زړه پوري غزلې او نظمونه مينه والو ته واورول. په وطن کې د سولي او کرارۍ په هيله دغه پرتمينه مشاعره د شپې درې بجې پای ته ورسېده.
rafiullah.mandokhail@gmail.com