کندهارښاروالۍ دخپل جدي مراقبت پراساس داځل هم دښاري نظم تخلف کوونکي ۲۵۰۰۰(پنځه ویشت زره )افغاني جریمه کړي دی.
او وسره په څنګ کښی یی ۱۰۰(سل) کارټنه خوراکي توکي چی مختلیف النوعه وه نیولي دی چی په دې کارسره یی یوځل بیا دښاریانو دښه ژوند تضمین وسو.
دکندهارښاروالۍ دمراقبت مدیرعزیز خان سیفی وایی دوی هره اوونۍ دښاري نظم په برخه کی لاسته راوړني لري او دښاری نظم سرغړونکي جریمه کوي اوترڅنګ یی په هغو خوراکه پلورنځیانو او عامه ځایونو کښی چی کوم څوک تروخت تیر خوراکی توکي پلوري جریمه کوی .
ښاغلی سیفی وایی دوی تل کوښښ کوي چی په ښارکښی قوی مراقبت وکی ولی په دې برخه کښی یی پرکندهار ښاریانو ږغ وکړ چی تروخت تیر خوراکی توکي ونه پلوري او نه دی هم عامه نظم ګډوډوی چي په سره به مو ښاری چاپیریال ته صدمه نه وي رسېدلې او دښاری نظم په ساتلو یی دښاریانو څخه کلکه همکاري وغوښتل.