کور / تازه خبرونه / عربستان د شمالي ولايتونو له قربانيانو سره نيم ميليون ډالر مرسته کوي

عربستان د شمالي ولايتونو له قربانيانو سره نيم ميليون ډالر مرسته کوي

کابل کې د سعودي عربستان سفارت اعلان کړى، چې د افغانستان د شمالي ولايتونو د وروستيو طبيعي پېښو له قربانيانو سره ٥٠٠زره ډالره غير نغدي مرستې ته چمتو دى.
د دغې مرستې هوکړه ليک، نن په کابل کې د سعودي عربستان د سفير او د افغانستان د سرې مياشتې ادارې د مرستيال تر منځ لاسليک شو.

د عربستان سفير مسفر عبدالرحمن الغاصب، د هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې وويل، چې دغه مرسته د سعودي عربستان د مرستندويه کمېټې له لوري د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ د افغانستان شمالي ولايتونو د وروستيو طبيعي پېښو له قربانيانو سره کوي.
د هغه په وينا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، نخود، کمپلې، خېمې، ترپالونه او ګرځنده تشنابونه شامل دي.
الغاصب زياته کړه، عربستان د تېر کال په روژې مياشتې کې هم په هرات ولايت کې د ٥٠٠زرو ډالرو په ارزښت له لس زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې.
کابل کې د عربستان سفير څرګنده کړه، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم په افغانستان کې له بېوزلو کورنيو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د سرې مياشتې ټولنې مرستيال محمد ظاهر وليزاده هم له دغو نويو مرستو څخه په هرکلي وويل، چې عربستان د هېوا له قربانيانو سره په ډېر اړين وخت کې د پام وړ مرسته کړې ده.
د هغه په وينا، عربستان په تېرو درېيو اونيو کې د هېواد د سوېل، ختيځو او مرکزي سيمو له ٢٠زره سېلاب ځپلو سره د يو نيم ميليون ډالرو په ارزښت غيرنغدي مرسته کړې ده.
ولي زاده زياته کړه، چې د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې د سعودي عربستان له سفارت څخه غوښتي و، چې له زيانمنو کورنيو سره ډېره مرسته وکړي او دغه هېواد هم د دوى دغه غوښتنه ومنله.