ټاکل شوې جمهور رئيس حامد کرزى د غبرګولي پر پنځمه د هندوستان د نوي لومړي وزير نريندرا مودي د لوړې په مراسمو کي ګډون وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي ولسمشر د هند له اوسني لومړي وزیر منموهن سنګهـ سره په خبرو کي ويلي چي ډيلي ته به د لوړي په مراسمو کي د ګډون په موخه ورسي.
پاکستاني رسنيو هم خبر ورکړى چي د دې هيواد لومړى وزير نوازشريف به هم د هند هيواد له پاره د نوي لومړي وزیر د ټاکل کېدو په مراسمو کي ګډون کوي.