کور / تازه خبرونه / د مالدیف هيواد چارواکي دي د افغان لوبغاړو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي

د مالدیف هيواد چارواکي دي د افغان لوبغاړو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مالدیف هېواد کې د فوټبال ملي لوبډلې د څو تنو لوبغاړو پر ټپي کیدو د ژورې خواشینۍ څرګندولو سربیره د مالدیف هېواد له چارواکو غوښتنه وکړه،چې د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو درملنې ته جدي پاملرنه وکړي .
نوموړی وویل: د نورو لوبو لوبغاړو ترڅنګ د فوټبال لوبغاړي د افغانستان بېراغ په هر هېواد کې ځلیدلی ساتلی او د دغه لوبغاړو ساتنه،پالنه او نازونه په هر افغان او په ځانګړې ډول په مسؤلینو او چارواکو لازمه ده.
رسنیو د مالديپ هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو او مسوولينو د بس موټر د ټکر له امله لس تنه ټپيان شوي دي، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
د مالديپ سيمه ييزې راډيو “سان” د دې هېواد د فوټبال فدراسيون د يوه مسوول ابراهيم رشيد په حوالې ويلي، چې په دې پېښه کې د افغانستان د فوټبالي ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي او پنځه مسوولين ټپيان شوي دي.

د دې رسنۍ په خبره، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د افغانستان د ورزشي کاروان غړي د “ادو” ښار له لوبغالي څخه د خپل استوګنځاى پر لور په يوه بس کې روان وو.

تراوسه پورې په دې ترافيکي پېښه کې د افغانستان د ملي لوبډلې د مسوولينو او لوبغاړو نومونه په رسمي ډول نه دي په ډاګه شوي، خو په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي، چې په دې ټپيانو کې اسلامي الدين اميري (لوبډلمشر)، مصطفى ازاد زوى او فيصل سخي زاده (لوبغاړي) او علي کاظمي (د لوبډلې د مسوولينو له ډلې څخه) شامل دي.