کور / هراړخیز / رښتينولي د اسلام او پښتونولۍ يو غوره صفت

رښتينولي د اسلام او پښتونولۍ يو غوره صفت

رښتینولي د اسلام د سپېڅلي دین او د پښتونولۍ یو غوره اوستایل شوی صفت دی. په ژمنه باندي وفا، له دوکې او ټګۍ څخه ځان ژغورنه د انسان له نیکو خویونو او غوره اوصافوڅخه دی. په تېره بیا په پښتنو کي دا یو میړنی اویو ستایل شوی صفت دی.

د حالاتو او ناولتیاوو له امله له ژمني ،قول او وفا څخه تیښته یو ناځوانه عمل دی . په سختیوکي له ولس او خلکو سره اوسیدل او د سیاست او بدلیدونکو حالاتو نه تایع کیدل یو له میړنیو خصوصیاتوڅخه دی. ډیر ښه متل دی چي وایي: رښتنی دوست په سخته ورځ آزمایل کیږي.
افغان میړني ولس په ډېرو سختو حالاتو کي په خپل قول او وعده وفا کړې ده. شاید ډېري سختي ورځی به نوري هم تیري شی، خو استقامت او پایداري په ژمنه او دوستي کي وفاداره پاته کیدل به هیڅکله هم د چا هیر نشی. حالات بدلیږي او خاطرات پاته کیږي، په ریښتیا سره کلک ولاړ خلک به عمري په ویاړلی نوم یادیږي، خو ویریدونکي، مذبذب او ناتوانه او په ژمنه کی سست خلک به ژیړ رنګ او شرمنده وي.
خبره می د میړاني ، استقامت، په ژمنه دکلکوالي او د حالاتو په وړاندي د دریدلو وکړه. غښتلي خلک هماغه دي چي استوار او د ولس له غوښتنو با خبره او ددوی په درد دردیدلي وي.
د اروا پوهني د څیړنو له مخي په ژمنه وفا، کول د کوچنیوالي په هغه چاپیریال پوري ارتباط پیداکوي په کوم کي چي یو شخص روزل شوی او شخصیت یي تکامل کړی وي.
په دی توګه ښوونه او روزنه او د خپل شخصیت جوړولوته پاملرنه د یو چا له ټولنیز موقف سره لویه مرسته کوی. هر هغه څوک چي غواړي چي ټولنیز اعتبار یي لوړ، د کار او ژوند په محیط کي خلکو ته منلی او ددرناوي وړ وي ، باید هره شیبه هغه معیارونه په ځا ن کي و پالي کوم چي دده د اعتبار د اوچتیدو او ددرناوي وړ کیدای شی. همدا یو لوی اجتماعي او د ارواپوهنی له مخی ثابت شوی درس دئ.