اسلام اباد . دبي بي سي د خبرله مخې پاکستاني چارواکي وايي لومړی وزیر نواز شریف د هند د نوي لومړي وزیر نریندرا مودي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره هند ته ځي.ښاغلي شریف وړاندې د مودې له خوا په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د هغه بلنه منلې وه.له هغه راهیسې چې هند او پاکستان سرهجلا شوي دا به لومړی ځل وي چې د یوه هېواد لومړی وزیر په دا ډول مراسمو کې دګډون لپاره بل هېواد ته ځي.د مودي هندو توکمپاله ګوند، بهارتیه جنتا پارټي ( بي جي پي ) د تېرې اونۍ په ټاکنو کې لویه بریا تر لاسه کړه.په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د ښاغلي شریف وربلل د پاکستان په اړه د مودي د ګوند په کړنلارو کې د پام وړ بدلون په ګوته کوي.پاکستان اعلان کړی لومړی وزیر نواز شریف به د هند نويټاکل شوي لومړي وزیر، نرېندرا مودي د لوړې مراسمو کی د ګډون لپاره نوي ډیليته سفر وکړي.نرېندرا مودي د سويلي اسیا د نورو مشرانو ترڅنګ د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم د دوشنبې په ورځ د خپلې لوړې مراسمو ته وربللی و.د پاکستان دولتي ټلویزیون اسلام اباد کې د لومړېوزیر دفتر له قوله وویل، چې ښاغلي نواز شریف د نريندرا مودي بلنه منلې اوپه مراسمو کې د ګډون لپاره به د مې په ۲۶هند ته لاړ شي.د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي، لهلومړي وزیر نوازشریف سره به بهرنیو چارو کې د هغه سلاکار سرتاج عزیز دبهرنیو چارو مرستیال طارق فاطمي او د بهرنیو چارو سکرتر هم ملګري وي.د ویاند په خبره نوازشریف به د مې په ۲۷له نریندرا مودي سره وویني. لومړی وزیر به دغه راز د هند له ولسمشر سره هم وویني.بل لور ته په هند کې نوي واک ته رسېدلي ګوند بي جيپي هند ته د نوازشریف د سفر هرکلی کړی. د ګوند ویاند پرکاش جاوړیکړ هنديرسنیو ته ویلي:د نواز شریف لخوا د مودي بلنه منلو ته د دوستۍ اشارې په سترګه کتل کېږي.” دا ډېره د خوښي خبره ده، پاکستان زموږ ګاونډیهېواد دی او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره دا د یوه نويلور پیل دی.’د نواز شریف لخوا د مودي بلنه منلو ته د دوستۍاشارې په سترګه کتل کېږي، چې پاکستان کې د مودي لخوا د دې هېواد په اړه دهغه د سخت دریځ په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.دا لومړی ځل دی، چې پاکستانی مشر د هند دغه ډول مراسمو ته بلل کېږي.د هند د نوي لومړي وزیر د لوړې په مراسمو کې به دسويلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان (سارک) مشران هم د مېلمنو په توګهګډون وکړي.پاکستان له څو ورځو مشورو وروسته د ښاغلي شریف نوې ډیلي ته د سفر اعلان وکړ، چې ځیني سخت دریځه مذهبي ګوندونو د سفر مخالفت کړی و.خو د جمعیت علماءاسلام مشر مولانا فضل الرحمن د نوازشریف هند ته د سفر هرکلی وکړ او وایي هند او نړۍ ته یې یو ښه پیغام ورکړی دی.