اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ګهیځ وختي دوې چاودنې شوې، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.ځايي پولیس وايي، دوی ته له مخه د تیارسئ امر شوی او له چاودنو وروسته یې ګزمې ډېرې کړې دي.لومړۍ چاودنه ایف سیکس سوپر مارکیټ سیمه کې او دویمه هغه جي ناین مرکز کراچۍ کمپنۍ سیمه کې شوې.د ځايي پولیسو یوه مشر محمدعلي ویلي، چې چاودنې ډېرې درنې نه دي. د پولیس افسر عابد جسین په وینا لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه، چې یوه ساتونکي پر ځمکه پرته کڅوړه په لغته ووهله.د نوموړي په وینا چاودنې پایلې کې د ساتونکي پښې پرې شوې، چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.د پولیس په وینا دویم کس پر مخ ټپي شوی چې وايي روغتیايي وضعیت یې ښه دی. په دویمه چاودنه کې، چې کراچۍ کمپنۍ سیمه کې شوې، د چارواکو په وینا کوم زیان نه دی اوښتی.د بم شنډولو ادارې مسوولین وايي، دواړو چاودنو کې له دوو تر دریو کیلو پورې باروت کاروول شوي وو. “دغه سیمه کې د ورځې پر مهال خورا ګڼه ګوڼه وي، خو چارواکي وايي، ګهیځ ډېر وختي، چې چاودنه تر یوه ګاډي لاندې وشوه، د پېښې په ځای کې څوک موجود نه وو.د بم شنډولو ادارې مسوولین وايي، دواړو چاودنو کې له دوو تر دریو کیلو پورې باروت کاروول شوي وو.د اسلام اباد پولیسو یوه مشر محمدعلي په وینا دوی وار له مخه د دغو بمي بریدونو په اړه هېڅ ډول معلومات نه درلودل.د نوموړي په خبره له چاودنو وروسته د پولیسو ګزمې ډېرې شوې، چې وارله مخه د تیارسئ په حال کې دي.