کور / هراړخیز / اسلام پیژندنه

اسلام پیژندنه

د اسلام له ظهور نه مخکی
اسلام پیژندنه
اسلام او اقتصاد
اسلام او سیاست
په اسلام کی دښځو حقوق
ساینس د اسلام له نظره
پایله

داسلام له ظهور نه مخکی
نړی تاریکو نیولی و.ظلم ، وحشت او بربریت خپل اوج ته رسیدلی و بشر او بشری حقوق تر پښو لاندی شوی و انسانانو د هغه شیانو عبادت کاو کوم چی دوی ته یی څه ګټه نشوای رسولای او ځینی چی بیا د مخکنیو اسمانی کتابونو عبادت کاو خو هغه اسمانی کتابونه هم تحریف شوی و دغه پړاو د جاهلیت پړاو و هغه جاهلیت نه کوم چی د علم ضد دی بلکه د جاهلیت څخه مراد کفر دی.
زه نه غواړم چی د هغه پړاو وحشتونه ستاسو په ذهن کی انځور کړم.ځکه ناسم انځورونه ذهنونه فاسد او ګمرا کوی او زما له انده دا هم یو ډول جرم دی مګر بیا هم د هغه وخت ځنی عنناتو او عادتو تشریح اړینه بولم تر څو د اسلام د مبین دین د ظهور، قران کریم د نزول او حضرت محمد د پیدایښت حقیقت په صحی ډول درک کړو.
د تاریکی عصر (زمان):
د تاریخ او یا هم ووایو چی د ژوند په هر پړاو کی چی د توحید (یوالی) عقیده متزلزله وی هغه عصر ته دتاریکیو عصر ویلای شو.څه وخت چی دین او د دین اساسات په تزلزل کی وه او ټول پخوانی اسمانی دینونه هم د هغوی د پیروانو لخوا تحریف شوی و نو د اسلام مبین دین راتگ ته ستره اړتیا وه تر څو انسان له دغه بدبختیو څخه د رڼا په لور ولاړ شی.
بت پرستی د جاهلیت په دوره کی:
ټولو مشرکانو د بتانو عبادت کاوه کو م چی کعبه شریفه له هغو څخه ډکه کړی و او دغه یی د خپل روحی ارمتیا او افتخار سرچینه بلله. مگر ځینو یی چی بیا لږ عقل او علم درلوده بتان او مجسمی یی و خدای (ج) ته د نژدی والی وسیله او سبب گاڼه د قران کریم یو آیات شریف په دی اړ داسی فرمایی :- ( ما نعبدهم الا لیقربونا الی الله زلفی) زمر /۳ « ژباړه : موږ هغی یوازی ددی لپاره عباد کوو چی موږ خدای ته نژدی کړی».
نو په دی ډول یو ځل بیا د بندگی له احساسه چی انسان په جوړښت کی ایښودل

شوی دی غلطه استفاده وشوه او توهین شو.
مشرکانو د ډبرو، درختو، لمر، سپوږمی، ستورو عبادت کاوه نه یواځی دا بلکی هغه بتان چی په خپلو لاسونو یی د خوارکی مواد لکه پنیر او حلوا څخه جوړ کړی و عبادت کاوه او کله چی بیا به وږی شول نو دغه بتان به یی خوړل دغه غلط فکرونه قران کریم داسی بیانوی:
( ویعبدون من دون الله ما لا یضرهم ولا ینفعهم ویقولون هولا شفعاونا عندالله قل اتنبئون الله بما لایعلم فی السماوات ولا فی الارض سبحانه وتعالی عما یشرکون) یونس /۱۸
« ژباړه :- او عبادت کوی دغه (کفار) غیر له الله د هغو بتانو چه نشی رسولی هیڅ ضرر دوی ته ( که یی عبادت ونه کړی) او نه نفع رسولی شی دوی ته ( که یی عبادت وکړی) او وایی دغه (کفار) چه دغه بتان شفاعت ګران زموږ دی په نزد د الله کښی، ووایه (ای محمده ! دوی ته ) آیا خبر ورکوی تاسی الله ته په هغه څیز چه نه دی معلوم ده ته (نه) په اسمانونو کښی او نه په ځمکه کښی (یعنی داسی شی هیچیری نشته)، الله پاک او ډیر پورته دی له هغو اشیاؤ چه شریکوی دوی ( هغه له الله سره په عباد کښی»
دښځو عزت او نوی زیږیدلی انجونو حالت:
داچی په هغه وخت کی له ښځو سره څه کیدل او دنوی زیږیدلو انجنو حالت څنګه و دابه د ښځو د حقوقو تر عنوان لاندی په مفصل ډول درته بیان کړم خو دلته هم غواړم چی پر دغه موضوع لږ رڼا واچوم. کله چی به دوی یعنی مشرکانو په کورونو کی د انجونو د زیږیدلو زیری واوریده نو له ډیره قهره به یی خولی زگونه کول او مخ به یی تور واوښته او دغه خبر به یی دومره بد او ذلیله گاڼه او غوښتل به یی چی ځانونه له هغه ځایه ورک کړی او یا یو ځای ځان پټ کړی. او په همدی فکر او نظر چی یو له دغو لاندی دو لارو څخه باید غوره کړی یا باید دغه کوچنی ووژنی او یا خو باید ددغه کوچنی د ژوندی پریښودلو په خاطر دخلګو په منځ کی په ډیر ذلیله ډول ژوند وکړی نو ځکه به دوی د یو قاطع تصمیم په نیولو کی شکمن و. د جاهلیت په دوره کی ښځه دومره توهین او تحقیر کیدله، دغه توهین د عربو تر قلمرو پوری محدود نه و بلکی ساسانیانو او روم امپراتوری هم همدغه شان حالت درلود نو په دی خاطر زه ویلای شم دغه ستر انقلاب یعنی د اسلام د مبارک دین ظهر کوم چی د نورو موضوعاتو تر څنګ یی

دښځی سرنوشت هم په ټوله نړی کی بدلون وموند داسی تحول د انسانیت په کی ساری نه لری او نه به یی هم ولری.
هوکی! رښتیا هم همداسی ده ځکه قران کریم د اولادونو د ژوند ښخولو په اړه داسی فرمایی:
( ولا تقتلوا اولادکم من املاق نحن نرزقکم وایاهم) انعام /۱۵۱
« او مه وژنی تاسی اولاد خپل له ( ویر دفقر او ) خواری نه، موږ رزق (روزی) در کوو تاسی ته او هم دی ته»
انسانی ارزښتونه:
د تاریکیو په عصر یعنی د اسلام د مبارک دین له پیدایښت نه مخکی نیکو کارونو ته بد ویل کیدل او بدو کارونو ښه او نیک ګڼل کیدل. د مینی، محبت او انسانیت ځای زور، وحشت او زبردستی نیولی و مینی او انسانیت ته د تحقیر په سترګه کتل کیدل. د شپونو څخه لیوان جوړ شوی و او بیچاره پسونو به د دغه بی رحمه، ظالم او سخت زړه شپونو له لاسه ناری او چیغی وهلی خو د اوریدلو لپاره یی هم څوک نه و. زنا، فحشا او بد اخلاقی دومره اوج ته ریسدلی وه چی زیاترو یی خپل پلرونه نه پیژندل، شراب او غمار کوم عیب او بد کار نه . غلا، لارنیونه او د انسانانو د وینی زبیښل د عقل او مهارت نښانی گڼل کیدلی، نو په همدی خاطر د یوه نوی دین یعنی اسلام راتګ ته ستره اړتیا وه نو ویلای شو چی د اسلام راتګ، د آنحضرت الهی رحمت دی کوم چی الله (ج) پر خپل گمرا بندگانو باندی ولوراوه.

اسلام پیژندنه
د اسلام پیژندنی موضوع داسلام په تعریف (اسلام په لغت کی غاړه ایښودلو او تسلیمیدو ته وایی او اصطلاح کی د الله (ج) له احکامو او اوامرو ته غاړه ایښودل، منل او عملی کول عبارت داسلام څخه دی) او د قران کریم په لاندی مبارک آیت سره (ان الدین عندالله الاسلام) ژباړه: بی شکه چی د خدای په نزد یواځنی غوره دین اسلام دی. که اسلام نه وړاندی دینونو ته پاملرنه وکړی هر دین به په خپل وخت کی د یو خاص قوم او سمی لپاره راتله دمثال په توگه حضرت صالح (َع) د ثمود قوم لپاره و، حضرت هود (ع) د عاد قوم لپاره و، حضرت عسی (ع) د بنی اسراییلو لپاره راغلی و او حضرت یوسف (ع) د مصر د خلګو لپاره راغلی و، او کچیری به په یوه سیمه کی پیغمبر نه و نو د نژدی سمی د پیغمبر په اطاعت به خلګو مکلف و. خو اسلام یو نړی وال او بین المللی دین دی. الله (ج) په قران پاک کی په دی اړه داسی فرمایی: ( وماارسلناک الا کافه للناس بشیرا ونذیرا ولکن اکثر الناس لایعلمون) ‌
ژباړه:- او نه یی لیږلی موږ ته مګر د نړی ټولو خلګو ته زیری ورکونکی (مومنانو ته د جنت) او ویرونکی ( کفارو ته د دوزخ) ولکن زیاتره خلک (له کفارو) ستا په اهمیت باندی نه پوهیږی.
نو ددی مبارک ایت شریف څخه معلومیږی چی اسلام په کوم خاص قوم او یا سیمی پوری تړلی نه دی.
اسلام وروستی آُسمانی دین دی، چی له دی وروسته دی نړی ته بل کوم دین نه راځی او نه کوم پیغمبر او کتاب راځی .
( ما کان محمد ابا احد من رجالکم ولکن رسول الله وخاتم النبیین وکان الله بکل شی علیما)
ژباړه:- نه دی محمد حقیقی پلار د هیڅ یو تن له سړیو ستاسی مګر رسول د خدای دی او ټولو انبیا وروستی دی او الله په هر څیز ښه عالم دی. نو له همدی ځاینه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) نړیوال پیغمبر او د نړی د خلکو ستر لارښود او رهبر دی.

د اسلام د راتلو سره ټول پخوانی دینونه منسوخ شول. جابر د عبدالله زوی څخه روایت دی وایی: حضرت محمد ویلی: قسم په هغه ذات دی چی زما نفس یی په لاس کی دی که نن حضرت موسی ژوندی وا نو هغه ته به بله هیڅ لاره نه وه ورپاتی پرته له دی چی زما پیروی یی کړی وای.
د نړی مروج مذهبونه لغوه او باطل اعلان شول، مګر د دی وړاندی دینونو دا ځانګړتیا نه درلوده یو د بل لپاره به ناسخ نه ګرځیدو بلکه یو دبل لپاره تکمیل کوونکی و لکه د حضرت عیسی (ع) کتاب انجیل چی د حضرت موسی (ع) د کتاب تکمله ده.
له بله اړخه که فکر وکړو اسلام د وخت یوازینی غالب او مکمل دین او نظام دی چی په دی اړه قران کریم داسی فرمایی:
( هوالذی ارسل رسوله بالهد وین الحق لیظهره علی الدین کله ولوکره المشرکون) ژباړه:- الله(ج) هغه ذات دی، چی لیږلی یی دی رسول خپل (محمد ص) په هدایت سره (چی قرانکریم دی) او په حق دین سره (چی اسلام دی) د دی لپاره چی غالب کړی دغه خپل دین په نورو دینونو باند ی که څه هم مشرکان دا کار بد ګڼی.
د اسلام په وړاندی هیڅ ځواک او قدرت نشی ټینګیدلای اوهر باطل یی حتما په وړاندی ماتی خوری.
د اسلام اساسی قانون (قرانکریم) دهر راز له منځه تلو، لاس وهنی، تغیر، تبدیل او تحریف څخه مخفوظ دی قرانکریم په دی اړه داسی فرمایی:-
( انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون) ژباړه:- بی شکه موږ نازل کړی قران او موږ د هغه ساتونکی یو.
د دی وړاندی د حضرت داود (ع) کتاب زبور نن به ځمکه د سره وجود نه شته او نه د حضرت موسی (ع) دکتاب تورات او د حضرت عسی (ع) د کتاب انجیل اصل چا ته معلوم دی چی د ظالمانو له خوا تحریف شوی دی.
قران کریم د معجز کلام په حیث نه خو څوک د یو ایت په څیر یی د فصاحت او بلاغت برابر او نه د ادب او ګرامر په لحاظ یو ایت جوړولای شی او نه په کی څوک د تغیر، تبدیل او لاس وهنی صلاحیت او قدرت لری، او که کله چا په دی

هکله څه ناوړه هڅه او اراده کړی ده هغه د تل لپاره د تاریخ په وړاندی ذلیل، شرمیدلی او بد نام پاتی شوی دی. نو ویلا ی سو چی د اسلام د سپیڅلی دین په پیروی او اطاعت نه یوازی د نړی انسانان بلکه پیریان هم مکلف دی. اسلام نه یوازی باطنی عقیده او نه عبادت ځانګړی مراسم دی لکه څرنګه چی د اسلام دښمنان ګومان کوی، بلکه د یوه مکمل نظام نوم دی، چی د ژوندانه په ټولو اړخونو یی احتواء کړی ده.

اسلام او اقتصاد
په نننی نړی کی تجارت او صنعت (تولید) پراخوالی، نوښتونو او په دی اړه نو موضوعاتو نړی او پوهان دی ته اړ ایستل چی د اقتصاد په اړه فکر وکړی نوی طرحی او نظریات د اقتصاد د پرمختګ او اقتصادی مشکلاتو د حل لپاره رامنځ ته کړی.
په ډیر خوشحالی سره او هم د الله (ج) د ستاینی ځای دی چی په مسلمان ملت او خاص ډول مسلمان علماو کی هم دغه احساس او درک پیدا شوی دی چی د نورو اقتصادی نظامونو له خرابی څخه ځان وساتی او د اسلام په رڼا کی خپل اقتصادی چاری پر مخ بوځی او دغه فکر په انفرادی او ټولنیز ډول د نړی په ګوټ ګوټ کی د خپریدو په حال کی دی. هر بااحساسه مسلمان تاجر په دی فکر کی دی چی خپل تجارتی او مالی کاروبار دامکان تر حده د اسلام په رڼا کی سر ته ورسوی او همدارنګه په ټولنیز ډول هم په مختلفو اسلامی ملکونو کی کوښښ کیږی چی اقتصادی نظام د اسلام په دایره کی احتواء کړی.
ددی کار د سرته رسولو لپاره د دین د علمانو رهنمای د قران کریم، سنت، او اسلامی فقه په رڼا کی مهمه ده مګر په ننی عصر کی د اسلام دښمنانو په مختلفو شکلونو ددین د علماو او محصلینو تر منځ دومره فاصله رامنځ ته کړی چی دغه دوی طبقی په اسانی سره حتی یو د بل خبرو ته لا هم غوږ نه ایږدی ترمنځ تفاهم

لا بیله خبره ده. خو زما له انده د اقتصادی پوهنځی محصلینو او دینی عالمان په ګده همکاری سره کولای شی چی د اقتصاد په نړی کی یو ستر تحول رامنځ ته کړی چی په دی سره به د مسلمانانو اوسنی اقتصادی مشکلات به په اسانی سره حل شی.
دلته غواړم چی لومړی در ته اقتصادی نظام در وپیژنم او بیا به پر اسلامی اقتصاد باندی بحث وکړو.
لومړی اقتصادی نظام ځینی اصلی بنسټونه لری چی د هغه اساساتو له تشریح څخه بغیر د اقتصادی نظام پیژندنه مشکل کار دی.
۱- د اولیتوب انتخابت:- د انسان غوښتنی او اړتیاوی نامحدوده او امکانات یی محدود دی نو انسان باید لومړی هغه اړتیاوی په شته امکاناتو سره تر سره کړی کوم چی تر نورو ډیر مهمی دی دمثال په ډول یو نفر ۶۰۰ افغانی لری او دی غواړی چی په یو ښه رسټورانټ کی ډوډی وخوری، کالی رانسی او هم یو ګونی اړو ته ضرورت لری چی د کور اړتیا یی په پوره کړی وی نو اوس دی باید هغه شی انتخاب کړی چی تر نورو ورته مهم دی دغه ته د اولیتوب انتخاب ویل کیږی.
۲- د امکاناتو ځانګیړ کول:- تولید څو مهم فکتورونه (عوامل ) لری لکه سرمایه، کارګر او ځمکه که دا نه وی نو د اجناسو تولید امکان نلری داچی دا امکانات څه ډول وکارول شی تر څو بهتر تولید ولرو دغه موضوع د اقتصاد په علم پوری تړاو لری.
۳- دعاید ویشل:- د اقتصادی نظام دریم او مهم اساس د تولید څخه د لاس ته راغلی محصول ویشل دی د مثال په ډول که دغه موضوع د یو شرکت په محور کی تر بحث لاندی ونیسو، کله چی شرکت عاید په لاس راوړی باید په فکټورنو یی وویشی یعنی د ځمکی مالک ته کرایه ، کارګر ته مزدوری ورکړی. دا موضوع په ټولنیز ډول هم عملی کیږی کله چی دولت عاید د ټکس او یا نورو لارو څخه لاس ته راوړی باید بیرته یی په عامه خدماتو باندی ولګوی.
داچی دغه عاید په کومو اصولو او قانون سره په ټولنه کی تقسیم شی تر څو د جامع ټولو افراد او په خاص ډول غریبانو ته یی فایده ورسیږی یو اقتصادی پلان ته اړتیا شته.

۴- پرمختگ:- یعنی څه ډول کولای شو خپل اقتصاد ته پیشرفت ورکړو او خپل
حاصلات د کیفیت له لحاظه ښه او بهتره کړو تر څو یو داسی ټولنه ولرو چی د اقتصادی نظره یو پرمختللی ټولنه وی.
په هر اقتصادی نظام کی ددغه څلورو اساساتو حل اړین دی دلته نه غواړم چی دغه څلور اساسی بنسټونه په نورو اقتصادی نظامونو لکه سرمایه داری، اشتراکی نظام او یا هم مرکب اقتصاد کی توضیح کړم بلکه یوازی غواړم دغه څلور اساسی بنسټونه چی د یو اقتصادی نظام لپاره اړین دی د اسلام مبارک دین له نظره توضح کړم.
لومړی باید دا روښانه کړو چی اسلام یو اقتصادی نظام نه بلکی یو الهی دین دی چی احکام یی د ژوند په ټولو برخو پوری تړاو لری او اقتصاد یی هم یوه برخه ده، اسلام د ننی عصر اقتصادی اصطلاحات نه تشریح کوی، بلکه د قران، سنت او اسلام فقه په رڼا کولای شو چی د اسلام نظر د دغه څلورو اساسی بنسټونو (د اولیتوب انتخابت، د امکاناتو ځانګیړ کول، دعاید ویشل، پرمختگ ) په اړ ولرو.
اسلامی اقتصاد د اشتراکی نظام پر خلاف د ازاد بازار پلوی کوی مګر نه هغه ازاد بازار چی د سرمایه داری نظام یی تشریح کوی ، حضرت محمد (ص) په دی اړه داسی فرمایی:- ( دعوا الناس یرزق الله بعضهم عن بعض) ژباړه: خلګ آزاد پریږدی ترڅو خدای(ج) ځینی د هغو ته د ځینی نورو په واسطه روزی ورکړی.
مګر اسلام ځنی قیودات لکه الهی موانع، حکومتی موانع او اخلاقی موانع تشریح کوی. الهی موانع لکه سود، غمار، احتکار او داسی نور منعه کړیدی او په دی اړه یی انسانی عقل ته د هغه په منع او اجازه ورکولو کی کوم صلاحیت نه دی ورکړی ځکه چی انسانی عقل کله نا کله د ښه او بد تر منځ توپیر نه شی کولای کچیری اوسنی اقتصادی نظامونو ته هم وګورو وینو چی سود، احتکار او داسی نور موضوعات اقتصادی بحرانونه رامنځ ته کړی دی.
حکومتی موانع:- کچیری د یو کار سرته رسول په اصل کی جایز وی خو په جامع کی اقتصادی مشکلات رامنځ ته کوی هغه منع کولای شی.
اخلاقی موانع:- لکه چی مخکی مو وویل اسلام یو الهی دین دی نه یو اقتصادی نظام نو اسلام د ډیر پیسو لاسته راوړل د انسان کامیابی نه بولی بلکه اصلی

کامیابی په ابدی ژوند کی د جنت لاس ته راوړل دی، یعنی اسلام تر مادیاتو و معنویاتو ته ترجیح ورکوی.
داچی ددی موضوع څیړل کتابونه کتابونه نسی، خو دلته می په لنډ ډول تشریح کړل، خدای(ج) دی وکړی چی څه نا څه اخستنه مو تر کړی وی.

اسلام او سیاست
اسلام دین د انسان د ژوند کولو لپاره یو بشپړ او هر اړخیز دین دی یعنی اسلام د انسان د ژوندانه هر اړخ ته توجه کړیده کچیری مخکنی ادیانو ته نظر وکړو هغه هر یو یی د یو خاص قوم او یا منطقی لپاره نازل سوی و مګر اسلام نړیوال دین دی په کوم خاص قوم او یا منطفی پوری محدود نه دی او همداشان د نړی د مشکلاتو دحل لپاره یو په زړه پوری نظام د ی. خو دا چی د حق او باطل تر منځ جکړه له ازله روانه ده او حق به تل بریالی هم وی. خو حق په لار کی مشکلات او ددغه دین په حقیقی ډول نه پیژندنه ددی لامل شوی چی د اسلام دښمنانان دین او سیاست سره بیلوی.
د دین او سیاست د جلاوالی تاریخچه
دغه فلسفه د پاپانو د ناوړه کړو وړو پر خلاف هغه وخت رامنځ ته سو، چی کله خلک د دوی د مذهب په نوم د ناسمی او غلطی تګلاری څخه په تنګ شول، دوی د وخت په تیریدو د خپلو چالاکیو او ځان غوښتنی په اساس د یو لړ بی کچی امتیازونو او حقونو خپلو ځانونو ته قایل کړل، ان تر دی چی د کلیساو څخه به یی چی چا ته خوښه وه جنت ته د تلو او د دوزخ څخه د بچ کیدو حق او اختیار هم د ځان ګڼلو، چی دا سلسله د ګناهونو څخه د پاکیدو په نوم د معافی خطونو په ورکولو پیل شوه او وروسته یی بیا تجارتی بڼه غوره کړه، چی د مختلفو ګناهونو لپاره په د ګناه او جرم د حجم په اندازه د قیمت په بدل کی ورکول کیده.

ان تر دی چی د لوړ قیمت او ډیرو پیسو په بدل کی د ټول عمر لپاره د معاف کیدو خط هم ورکول کیدو، دا بازار دومره تود شو، چی د مړو لپاره په دکفاری په توګه هم خرڅیده.
دی کار له یوی خوا په مسیحی نړی کی مجرمین زیات کړل او خلکو ته یی په جرم او ګناه کولو نور هم جرات پیدا کړ، بل خوا یی د پاپانو د مادیاتو په ډیریدو سره دهغوی عیش او عشرت لا پسی زیات کړ.
دوی د کلیساؤ د رهبانیت څخه د مادیت دنیا ته مخه کړه او په مزو، چړچو سر شول، سربیره پردی دوی په کلیساؤ کی په جنسی بد اخلاقیو هم لاس پوری کړ او په دی لړ کی یی په هیڅ قسم شهوانی غوښتنو صرفه ونه کړه.
پاپانو به چی کومه فتوی صادره کړه هغی به د اسمانی وحی حیثت درلوده د هغی څخه مخالفت او سرغړونه به قانونی جرم بلل کیده.
د مسیحی پاپانو د ناوړه کړنو په نتجه کی او د مذهب په نوم ظلمونو پر خلاف عامو خلکو د ساینس پوهانو په مشری د ساینس او مذهب په نوم جګړه پیل کړه، چی څو ځله دغه جکړه پیښه شوه، زیات زور یی واخیست او تر ډیره وخته یی دوام وکړ، چی ګڼ شمیر خلک پکی قربانی شول د جګړی به اوږدو کی پاپانو ساینس پوهان په ډول ډول نومونو یاد کړل.
پاپانو ساینس پوهان ګمرا او بی دینه خلګ وبلل. دجګړی په منځ د کلیساؤ واکمنانو ډیر ساینس پوهان چی هغوی د کاینانو څخه د ساینس او فلسفی د څیړنی په اساس خبری کولی، یا خو به یی په دار وځړول او یا به یی ژوندی په اور وسوځول، دمثال په توګه د دی کشمکش په منځ کی پاپانو د طبیعت د علومو مشهور ماهر برونو چی د ځمکی د کری پرته یی د نورو کاینا تو په هکله د فلسفی له مخی خبری کول ژوندی په اور وسوځاوه.
یو بل کس ګالیله یی چی د ځمکی د کری په ګرځیدو او حرکت یی عقیده درلودله یی وځړاوه.
دا یوازی د مسیحی پاپانو د ساینس پوهانو په وړاندی نامعقوله دریځ وو، که نه د خدای (ج) دین او ساینس مخالف نه دی ، بلکه انسانان د تمدن د پرمختګ په خاطر ساینس او انکشاف ته هڅوی او نه مسیحی پاپانو واکمنی په حقیقت کی د مذهب او دین حاکمیت ؤ، بلکه د پاپانو دخپلو ګټو او موخو د استبداد واکمنی وه.

یو خوا مسیحی دین منسوخ سوی دین ؤ، بل خوا مسیحی پاپانو لا د وړاندی اسمانی منسوخ کتاب انجیل تحریف کړؤ، چی د یوه انجیل څخه یی څو انجیلونه یوحنا، لوقا، متی، مرقس او برنابا جوړ کړی وو، چی د دغو ټولو سلسله راوسپړو، د انسانانو په لاس لیکل شوی او هغوی د افکارو کتابونه دی، سربیره پردی د ارتدکس کاتولیک او پروستان د کلیساؤ مسیحی مذهبونو د اصولو او تګلارو تر منځ سره اصلا کوم سمون نه لیدل کیده، یو د بل څخه په لیری واټن او تضاد کی قرار درولود، او نه یی یو له بل سره سر خوړ، چی ارتدکس پیروانو او مسیحی قوانینو په دایمی ثابت پاتی کیدو عقیده درلوده.
د ساینس او مذهب په نوم د جګړی اوږد کشمکش د مذهب د واکمنی په ړنګیدو پای ته ورسید. او د مذهب په نوم واکمنان یی په کلیساؤ کی بند کړل او پری یی نه ښودل چی نور دوی د خلګو په سرنوشت لوبی وکړی، چی په نتیجه کی یی سکولریزم، د دین او سیاست د بیلوالی نظریه به غربی نړی کی رامنځ ته شوه.
د دین اوسیاست په یووالی نقلی دلایل
د قران کریم او نبوی احادیثو په مطالعه او کتنه دا جوتیږی، چی اسلام یوازی د هغو احکامو او عباداتو نوم نه دی، کوم چی یوازی د اخرت سره تعلق لری. هو! داسمه ده چی د دنیا د ټولو امورو او انسانانو د کړو وړو ارتباط د اخرت سره شته دی.
اسلام د انسانانو د ژوند په ټولو اړخونو کی شامل دی او د انسانانو د ژوند مکمله ضابطه حیات د ځان سره لری. اسلام په ټولنه کی د انسانانو تر منځ د اړیکو او معاشری طرز روښانه ټاکلی. قرانکریم به ډاګه د ځمکی واک او حکومت یوازی د خدای (ج) اعلان کړی دی، چی په دی اړه د قرانکریم څو ایاتونه په لاندی توګه ذکر کوو.
۱ـ (ان الحکم الاالله) یوسف / ۴۰
ژباړه:- حکومت پرته د الله (ج) د بل هیچا نه دی هغه احکم الحاکمین او یوه پیاوړی ځواک او واک څښتن دی، هر کله چی په ځمکه چا د هغه د نظام پر وړاندی بغاوت او سرکش کړی ده، تل یی داسی سرکشه استکباری واکمنی له خاورو سره خاوری کړی ده او د راتلونکو نسلونو لپاره یی دعبرت درس پاتی کړی دی چی مثال یی د مصر د روم دویم فرعون ظالمانه امپراتوری ده.

۲ـ (انی جاعل فی الارض خلیفه) البقره / ۳۰
ژباړه:- زه په ځمکه د یوه نایب جوړونکی یم چی هغه حضرت ادم (ع) دی چی په ځمکه د خدای (ج) حکمونه نافذ کړی اوانسانان د جهل، وحشت او ظلم د تورو تیارو څخه سپیڅلی سباون په لور بوځی، د ادم (ع) وروسته د هغه زوی حضرت
شیث (ع) ته او له هغه وروسته د هغه زوی حضرت انوش (ع) ته چی هم پیغمبر و دځمکی واکمنی او ټولنیزی چاری وسپارل شوی، تر څو په ځمکه خلک د خدای(ج) عبادت او یووالی ته راوګرځوی.
۳ـ (وعدالله الذین امنو امنکم وعملو الصلحت لیستخلفنهم فی الارض کما استخلف الذین من قبلهم ولیمکنن لهم دینهم الذی ارتضی لهم) النور/ ۵۵
ژباړه:- وعده کړی ده خدای (ج) د هغو کسانو سره چی ایمان یی راوړی او نیک عملونه یی کړی له تاسو څخه چی خامخا به خلیفګان کړی په ځمکه کی لکه، چی په خوایی له دوی څخه چی خلیفګان ګرځولی ؤ او خامخا به ثابت وګرځوی دوی ته دین د دوی ( اسلام ) هغه چی غوره کړی خدای دوی ته.
په دی ایت کی په ځمکه د رهبری او چارو سپارلو وعده خدای(ج) یوازی د صالحو مومنو خلکو سره کړی ده او هغوی یی د چارو د واک، قدرت او د انسانانو د امورو د تنظیم مستحق ښودلی دی او صالح مومنان هغه خلک دی، کوم چی د الهی قانون پابند او پیروی دی.
د دی لمر په څیر روښانه دلایلو سره نور، نو فکر نه کوو، چی څوک دی د پوهی او عقل څښتن د اسلام او سیاست د بیلوالی فکر وکړی.

په اسلام کی دښځو حقوق
د شپږمی میلادی پیړی په ورستیو کی څرنګه چی د ښځی موضوع دنړی به متمدنو او غیرپرمخ تللو هیوادونو کښی د وحشت بربریت او ظلمت په اوج کی قرار درلود ناببره د مکی مکرمی له سوځونکو دښتو سرو ریګونو او اسمان څکو غرونو څخه د حضرت محمد (ص) په واسطه له اسمان څخه الهی وحی د ښځی په هکله د هغی د کرامت لپاره د حق او حقانیت تله او میزان بر قرار کړ او له څه او ولی پرته یی د ښځی حقوق ورکړل او د تاریخ په اوږدو کی چی د میرمنو طبقی د یو حیوان او مطاع په څیر حیثیت درلود او یا یوازی د جنسی ګټی لپاره کارول کیدی اوس اسلام د سپیڅلی دین له برکته هر څوک ودی ته ځیر شول چی ښځه د بشری ټولنی د لوړتیا پرمختګ پاڅون او سلامتیا د یو فعال غړی او عنصر په شمیر کی راځی.
ښځه د اسلام وړاندی دور کی
تاریخ د اسلام وړاندی د جاهلیت د زمانی د ښځو حالات په ډاګه بیان کړی دی هغه وخت ښځی ته څوک به هیڅ قسم حق نه وو قایل، حق خولا څه چی د انسان په سترګه هم ورته نه کتل کیده او ځنا ورو په څیر معامله به ورسره کیده.
د طبعی مرض (حیض) پر وخت به دسارایی ځناورو به څیر له کوره شړل کیدی، لورګانی به د شرم او عار له امله ژوندی په خاورو کی خښول کیدی.
ښځو په پخوانی هندو قانون مانو کی هیڅ قسم حقونه مطرح نه وو او نه د ښځو حقونه چا پیژندل ښځی د ژوند په هیڅ احوالو کی خپلواکی نه درلودله.
کله به چی د ښځی میړه مړ شو، نو هغه به هم ورسره ژوندی سوځول کیده، چی تر ډیره وخته د برهمیه ؤ په سیمه کی دا مردود عادت موجود و او د دوی څخه اوولس پیړی وروسته د ځمکی د سره څخه ورک شو.
د اسلام وړاندی په مصری ټولنه کی د خلګو په عقیده د زهد او تقوی غوښتنه داوه، چی د هر راز ښځو سره د ښه سلوک او ښو اړیکو ډډه وشی، د ښځی وجود نجاست او پلیتی ګڼل کیده.

په پخوانی رومی قانون کی هم ښځی کوم ارزښت نه درلوده، دحق په هکله هیڅ مطرح نه او ښځه توب د نا اهلی سبب بلل کیده.
د ښځو د حقونو په اړه دجاهلیت غرب او اسلام د نظر تر منځ پرتله
​د جاهلیت دور، خو پریړدو هغه خو هسی هم د وحشت دور وه.
راځو نننی دور ته، غربی نړی د فطرت پر خلاف ښځی ته به بی کچی ازاد قایل دی چی له همدی ځایه د ښځو د حقونو په نوم د هغوی حقونه پایمال د ی حیاء، عفت، عزت او انسانی کرامت ته یی صدمه رسیدلی، نن چی په ښځو د دوی دحقونو، ازادی او برابری په نوم کوم دور راغلی دی، د پخوانی جاهیلت دور د ښځو د محرومیتونو څخه زیات خطرناک دی، ښځی د سړیو د غوشتنو او شهوت د تسکین لپاره استمالیږی په عامو کلبونو او مجلسونو کی ګډیږی د فسق او فجور دروازه ورباندی بیرته شوی ده، د عریانی او فحاشی بازار ورباندی ګرم دی، د نننیو اخلاقی معیارونو نړیدل د اوسنی او راتلونکی نسل د ګمراهی او تباهی سبب ګرځیدلی او ګرځی، نن چی په نړیواله سطحه د صحت په لحاظ کوم ټولنیز فسادات او رنځونه را منځ شوی دی داټول د ښځو د ازادی په نوم د ښځو د بی لاری نتیجه ده، چی نړی ورڅخه د ژغورنی چیغی وهی او ورڅخه نه خلاصیږی.
موږ د ښځو د حقونو دغو دروغجنو مدافع وکیلانو ته وایو، چی ښځو داسی بی قیده او بی شرطه ازادی او نا انډوله مساوات په حقیقت کی د خدای (ج) د احکامو بغاوت او د فطرت سره ټکر دی، داسی بی قیده او بی شرطه ازادی ښځو ته څه چی سړیو ته هم نده حاصله او نه ښځه د نرو سره نا انډوله برابری لری.
دا خو ښکاره ده، چی ښځه د نر سره په بیلوژیکی او فیزیکی لحاظ طبعی توپیرونه لری، او نه یی عقلی او فکری قوه د نر سره برابریدای شی او یی فیزیکی ځواک او غښتلتیا د نر په څیره ده او نه په روانی لحاظ په زړورتیا او شجاعت کی له نر سره برابره ده. تر کومه حده چی ښځه د خپلی کمزوری حافظی له امله زر غولیږی په هغه اندازه نر نه غولیږی، شاید هغه چی، د دوه ښځو شهادت د یو نر سره برار دی یوه همدا وجه وی موږ دا وایو چی که ښځه د نورو ستونزو تر څنګ د بچیانو پالنه او تربیته هم وکړی دکور مسایل هم ور په غاړه شی په دفتر کی له سړیو سره یوځای د ماموریت دنده هم اجرا کړی، په نظامی ډګر کی د سړیو سره یوځای اوږه په اوږه هم ودریږی او ددی هر څه

سره سره د خلګو په وړاندی ګده هم شی او د سړیو د تفریح او خوشحالی سبب هم وګرځی، نو بیا خو په ټولنه کی د ښځو په اوږو زیات بار ور واچول شو او ورسره ظلم او زیاتی وشو.
خو اسلام د ښځو د حقونو سره سره دهغی حیاء، عفت، عزت او انسانی کرامت هم له پامه نه دی غورځولی او هغه یی محترمه او معززه ګرځولی ده.

ساینس د اسلام له نظره

د ځمکی پر مخ د انسانی ژوندانه له پیل څخه انسان تل په دی هڅه او کوښښ کی دی چی په فطرت باندی ځان پوه کړی پدی نظام کی خپل حیثیت او د ژوند موخه تعین کړای شی، د حقیقت دغه پلټنی او تلاښ چی ډیری پیړی او څو تهذیبونه یی تر شا پریښی، ددی په بهیر کی منظمو مذهبونو د انسان د ژوندانه د طرز او ډول تشکیل کړی او تر ډیره حده پوری یی د تاریخ د لیاری ټاکنه کړی ده، د ځینو مذهبونو بنیاد تحریر مواد د ی چی د هغو په باره کی ددغو مذهبونو مننونکی ددی خبری دعوی کوی چی هغه الهامی دی په داسی حال کی چی ځینی مذهبونه یواځی په انسانی تجربو انحصار کوی. قران پاک داسلامی عقیدی بنسټیز ماخذ دی دا هغه کتاب دی چی د مسلمانانو په وړاندی په کامله توګه دالوهی اساس درلودونکی دی مسلمانان پدی خبرباور او یقین لری چی دا کتاب د ټول انسانیت لپاره د هدایت او لارښونی سرچینه ده، څرنګه چی د قران پاک پیغام د ټولو دورو لپاره دی نو دا د هر دور دغوښتونو لپاره کامل هدایت دی نو اوس سوال دا دی چی ایا قران پاک پدغه معیار باندی سم او برابر دی؟
یو کتاب چی د خپل الهاهی کیدو دعوا کوی نو په حقیقت کی د معجزی کیدو دعوا کو ی، په دی ډول دعوی په هر دور کی د قبو ل شو یو معیارونو برابر د تصدیق قابل کیدل پکار دی، مسلمانان په دی خبره کلک باور او یقین لری چی قران کریم د الله (ج) اخری او کامل کتاب دی، د معجزاتو معجزه د ټول انسانی نسل لپاره د کامل رحمت پیغام دی.

قران کریم د ساینس کتاب نه دی بلکه دا د نښو یعنی ایاتونو کتاب دی یعنی په قران مجید کی تر شپږو زرو زیات آیاتونه دی چی د زرو څخه څه زیات د ساینسی معلوماتو په باره کی دی.

پایله
د پورتنی موضوعاتو په ویلو سره دانتیجه اخلو او په لنډ ډول ویلای شوی چی اسلام یو بشپړ او هر اړخیز دین چی د بشر د ژوندانه ټولو برخو لکه ټولنه، اقتصاد، سیاست، عبادات، ساینس او داسی نور ته پاملرنه کړی او هیڅ کله نه سو کولای چی اسلام له پورته موضوعاتو څخه جلا او یوازی د عباداتو لپاره اختصاص کړو. کچیری اسلام د انسان له ژوند څخه لیری شی نو دځمکی پر سر به هیڅ شی هم په خپل ځای ثابت او خوندی پاتی نه شی، هر څه به خپل ارزښت له لاسه ورکړی، معیارونه به ګډ وډ شی، د انسانیت په چاپیریال کی به اتفاقی، اجتماعی، فورمولی او ثابت اصول او ضوابط چی انسان ورته من حیث انسان اړتیا لری پیدا نه شی.
دا بی وزله انسان به د دغو هوسی تغیراتو ښکار وی هیڅ یو داسی منل شوی مقدس او سپیڅلی قانون به نه وی چی ټولو ته په یو شان د منلو وړ وی او هغوی ورته شکایت وکړی او خپل قاضی یی وګرځوی.
اسلام د انسان د شخصیت د ساتنی لپاره هغه ابدی او بشپړ پیغام دی چی بالاخره به دغه لا لهانده انسان ورته راګرځی، خو له ډیری ستړیا څخه وروسته.

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله وأصحابه أجمعین، وآخر دعوانا أن الحمدالله رب العالمین

اخځلیکونه
د کتاب نوم لیکوال
قرآن او ساینس ډاکټر ذاکر نائیک
نور جاویدان فتح الله گولن
اسلامی اقتصاد علامه محمد تقی عثمانی مد ظله
نننی نړی او اسلام قاضی احمدشاه سلیم
په اسلام کی د ښځو حقوق قاضی عبدالواحد افغانی