د شپې نږدې اته بجې وې ، کابل ښار کې لا هماغه شان ګڼه ګوڼه وه او هر موټر له بله د مخکې کېدو کوښښ کاوه .
ماسره په موټر کې د دفتر دوه بهرنيان هم ناست وو . موټر د باغ بالا پر سړک ورو- ورو روان و .
دلته د سړک تر دواړو غاړو کورونه هم موقعيت لري .
له يو- يو موټره د هارنډونو غږونه پورته کېدل ، ناست امريکايى او انګريز يو بل ته
وکتل او بيايوه وويل : عجيبه وطن دى ، عجيبه خلک دي !! په دې شپه کې هارنډونه کوي ، څوک به ويده وي ، څوک به ناروغه وي ، د هيچا فکر ورسره نه شته . امريکايي غږ کړ : دا خو د بشر د حقونو نقض دى ، که زموږ ملک کې دا کار څوک وکړي جريمه کېږي .
انګريز وويل ، دلته د بشر د حقونو په غم کې څوک نه دي ، هيڅوک د بل غم نه کوي .
په همدې وخت کې راډيو د اتو بجو خبرونه پيل کړل :(( تېره نيمه شپه د ناټو هوايي ځواکونو په
هلمند کې يو کور بمبار کړ . )) نطاق زياته کړه : (( دغه کور چې دکلي په منځ کې و ، ناټو پرې د ترهګرو د پټنځاى شک کړى و ، خو وروسته معلومه شوه چې ، په وژل شويو کسانو کې ميرمنې او تنکي ماشومان هم شامل دي او … )) په بدن مې يوه لړزه خپره شوه ، اوار رپېدم ، ناست بهرنيان راباندې پوه شول . يوه وويل : زموږ په خبرو خپه شوې ؟ بد خو مو ونه ويل ؟ ټول بشر يوو بايد د بشر درناوى وکړو .
ماوې : نه ، رښتيا هم تاسو د بشر د حقونو مدافعان ياست !!