شخصیت اصلآ دارواپوهني اصطلاح ده چي منظور ورڅخه دیوه انسان دکرکټر ټول ابعاد ښودل وي .
شخصیت یعني دیو چا یا دیوه وګړي هغه فردي ځانګړتیاوي چي دی ئې دټولنیز و پیښو، نوروافرادو ، ستونزو ، بریاوو دخوشحالي اوخپګان حالاتو اوګڼ شمېر داسي نورو مواردوکي له ځآنه څخه ښکاره کوي
. یا په بله وینا: شخصیت دیو چا دعمل اوعکس العمل هغه مجموعه ده چي نوموړی يې دبهرینو پیښو په وړاندي له ځانه څرګندوي په دې توګه( character) او(personality) یو بل سره کاملآ توپیر لري .
دیوه وګړي یا فرد دشخصیت تکوین (جوړیدل ) له ډېر کوچنیوالي څخه شروع کیږي اوتراتلس کلني یا شل کلني پوري بشپړیږی ، دغي مرحلې ته په ارواپوهنه اودښووني اوروزني په بحثونو کي (child develoment) وايې یعني دغه پورته ذکر سوی سن دشخصیت دجوړېدو ډېر حساس وخت وي ، البته وروسته ترهغه په شخصیت کي ډېر لږ بدلون راتلاسئ ،چي ډېر دحساب وړ نه وي ، اما دفرد پوهه ، تجریبه اجتماعي درک اوداسي نور شاید لا هم تکامل ومومي . په دې توګه شخصیت اوشخصیت پېژندنه
یوه ډېره ستونزمنه اروايي یا سیکالوژیکي موضوع ده ، ددې موضوع پیچلتیا اوستونزي په دې کي دي چي دفرد کړه وړه اودپیښو په وړاندي غبرګون ، ځانګړی سلوک ته تبارز ورکول دده دنننی اورواني حالت پوري اړه لري له همدې امله
زیاتره وختونه یو وکړی هغسي نه وي لکه موږ ئې چي فکر کوو. ځیني وختونه موږ کلونه کلونه په یو چا باندي باور اواعتماد لرو، خو یو ناڅاپه له هغه څخه داسي عمل اوحرکت وینو چي تصور يې هم نسو کولای . یا برخلاف ممکن موږ پر یو چاباندي ډېر باورونه لرو ، مګر هغه به ډېر او چت شخصیت لرونکی وي
نو په دې توګه دیوه وګړي هغه ټول حرکات ، سلوک ، چلند اوخلاقیات (خلق اوخویونه ) چي دده شخصیت ورڅخه څرګندیږي دهغه د سلوک (behavior)په نوم یادیږي . سلوک اوچلند دیوه انسان ټول هغه کړه وړه دي چي نوموړی يې ترسره
کوي او دا مستقیما دده له شخصیت یا دشخصیت دجوړیدو له دوران سره رابطه لري . دفرد دشخصیت هینداره کي دهغه دبدني کارونو ، عقلي فعالیت ، فزیو لوژیکي اعمال اوعواطفو مجموعه راڅرګندیږي . په دې توګه دغه هینداره اوپه هغی کي راښکاره کیدونکی انځور یوه ډېره پیچلې رواني مسله ده دابایدو منو چي دیو چا پېژندنه ډېر مشکل کار دی . زه په خپل شخصي ژوند کي
له ډېرو داسي کسانو سره مخامخ سوی یم چي دډېر مودې دشناخت سره سره بیا هم زه نه یم توانیدلی چي دهغه دشخصیت ټولو ابعادو باندي وپوهیږم او زه یقین لرم چي نور لوستونکي به هم په دې برخه کي راسره موافق وي
. تجربې راته ثابته کړه چي په هغو یو شمېر کسانو چي ما ډېر باور درلود یو وخت خام وختل، خو یو شمېر نورچي ما ورته په ژوره توګه پاملرنه نه کوله هغوی ډېر درانه او داعتماد وړ وو .
دداسي یو شخص په توګه چي ډېر پراخ ټولنیز روابط لرم او دټولني دبیلابیلو اقشارو وګوړو سره مي ناسته ولاړه
ده ، تل مي دافرادو شخصیت ته درناوی کړی دی ، له مقابل لوری څخه هم داعتماد اودرناوي توقع لرم، خو عملآ دژوند په ډګر کي هرڅه زموږ له توقع سره برابر نه وي .
ددې لپاره چي راتلونکی نسل مو دبشپړ او غوره صفاتو لرونکی وي اوله هر راز رواني عقدو اونیمګړتیاوو څخه تش اودشحصیت په لحاظ سالم اودمنلو وړ وي ، باید ښووني اوروزني اوداجتماعي محیط اصلاح ته ډېره پاملرنه وکړو . په دې لړ کي دښوونځی دوره اودکورنۍ درنه غیږه اساسي رول لري. غوره فرهنګ
چاپیریال اوآرامه بي جنجاله کورنی محیط ، ښوونه اوروزنه او دسالم تفکر لپاره دودي دزمینې موجودیت زموږ دراتلونکو ځوانانو دشخصیت تکوین اساسي عناصر دی
لیکوال حاجي (هوتک) دکندهار پوهنتون استاد