د امریکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ادعا کړی ده چې دوی پنځلس تنه هغه طالبان په کندهار کې وژلي چې د جمعې په ورځ له یوې پېښې او نښتې وروسته د کندهار له زندان نه تښتېدلي وو، لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې امرېکايي ځواکونو د افغان امنیتي سرتیرو په مرسته دا شمیره ووژله او پنځه نور طالبان یې ټپيان کړل. د رپورټونو له مخې د کندهار له زندان نه نیږدې ۴۰۰ طالبان تښتېدلي او تر ډیره طالب میشتو ولسوالیو میوند او ژیړۍ کې له خپلو ملګرو سره یو ځای شوي. د کندهار د زندان پېښې ګڼ خلک د طالبانو د ځواکمنیدو په اړه په فکر کې اچولي، ولسمشر کرزي هم نن په یوه خبري کنفرانس کې په خپل لومړی غبرګون کې د کندهار د زندان د پېښې په اړه وویل چې ستونزی شته د داسې پیښو مخنیوي هیڅکله نه شي نیول کیداې خو مهمه داده چې ملي امنیتي ځواکونه لا پياوړي شي.
په کندهار کي دمحبس تر پېښي وروسته پرون داسي اوازې وې چي په ټول ښار کي پر ګرځېدو راګرځېدو بنديز لګېدلی دی ، د کندهار ولايت امنيې قومندا جنرال سيد اغا ثاقب د يوې بيانيې په خپرولو سره دا اوازې بې اساسه وبللې ، د کندهار امنيې قومندانۍ ږغ ددې ځای په کليک کولو وارئ .