کور / تازه خبرونه / د اولسمشر حامد کرزي په نامه يو ښوونځى جوړ سو

د اولسمشر حامد کرزي په نامه يو ښوونځى جوړ سو

ولایتي بیارغاونې ودانۍ د حامدکرزي لیسې په نوم د نومولو ترڅنګ ۱۸ ښوونځي
ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په میدان وردګو ولایت کې د ترکیې هېواد ولایتي بیارغاونې ودانۍ،چې تر دې وړاندې د افغان ـ ترک دوستۍ نوم ورکړل شوی وو،د یو لړ ځانګړو مراسمو په
ترڅ کې د جمهور رئیس (حامدکرزي عالی لیسه ) په نوم ونومول شوه او د دې
ترڅنګ د نږدې ۷ میلیونو افغانیو په مالي لګښت ۱۸ ښوونځي ګټې اخیستنې ته
وسپارل شول.
د دغه ښوونځیو ودانۍ،چې ۴ یې په مرکز،۸ یې په بهسودینو او ۶ نور یې په سیداباد،جلریز او نرخ ولسوالیو کې دي،د ولایتي بیارغاونې ډلې،پوهنې
وزارت،اسیایي بانک او نورو ادارو په ۶۵۵۵۳۰۶ شپږ میلیونه پنځه سوه پنځه
پنځوس زره درې سوه شپږ افغانیو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل
شوي دي .
په همدې موخه په چمتو شویو مراسمو کې،د میدان وردګو والي سربیره،د پوهنې
وزیر،په افغانستان کې د ترکیه سفیر،په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو،سلګونه قومي مشرانو،خوانانو او نورو مخورو په کې ګډون کړی وو.
د میدان وردګو د پوهنې رئیس ښاغلي فضل الرحمن طارق په دغه ولایت کې په یو
ځل د ۱۸ ښوونځیو ودانۍ ګټې ته اخیستنه ته سپارل،د پوهنې ریاست او دغه
ولایت لپاره یو جشن وباله .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پوهنې وزارت ترڅنګ د ټولو
هغه ادارو څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې کار کړی دی .
ده همدا راز د ترکیې هېواد ولایتي بیارغاونې ډلې ستاینه وکړه،چې په دغه
ولایت کې د دوی لخوا جوړه شوې ودانۍ یې د عصري زدکړو مرکز وګرځولو او بیا
یې د میدان وردګو ولایت د ولسونو ترڅنګ ټولو افغانانوته ویاړ ور په برخه
کړ،چې یاده مرکز یې د هېواد د جمهور رئیس به نوم ونومو،چې له دې وروسته
به د حامدکرزي لیسې په نوم یادیږي.
د میدان وردګو والي وویل: ترکیه هېواد په دغه ولایت کې د پوهنې ترڅنګ په روغتیا او کرنې برخه کې هم پراخه او تل پاتې پروژې پلي کړي،چې د میدان وردګو ولسونه او اداره یې هیڅکله هم نشي هېرولی.
هغه د پوهنې وزارت له مشرتابه او ټولې کارې ډلې څخه په مننې سره وویل،چې
له مرکزي ادارو څخه تر ټولو زیاتې پروژې په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت له لوري پلي شوي دي .
خو د میدان وردګو والي په وینا اوس مهال هم په دغه ولایت کې ۱۸۲ ښوونځي
او څلور انسټیټونه ودانۍ نلري،چې د پوهنې وزارت ترڅنګ له ټولو ادارو څخه مو غوښتنه ده،چې په دغه برخه کې له دغه ولایت سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ د خپلو خبرو پرمهال ژمنه وکړه،چې په
راتلوونکې کې به د دغه ولایت لسګونه نورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړي کړي او د
میدان وردګو په ښوونځیو کې،چې څومره ښوونکو او یا هم نورو توکو ته اړتیا وي،ژر تر ژره به په دغه برخه کې جدي همکاري وکړي .
هغه همدا راز ژمنه وکړه،چې به راتلوونکې کال کې په میدان وردګو ولایت د ښوونځیو شمېر د ۴۰۰ پر ځای ۴۷۰ ته لوړ کړي .
د هېواد د پوهنې وزیر د ترکیې هېواد لخوا جوړه شوې لیسه د حامدکرزي لیسې
په نوم د نومونې له امله د میدان وردګو ولسونو ته مبارکي ورکړه او په افغانستان کې لومړنۍ ولایتي بیارغاونې ډله وبلله،چې خپله ودانۍ په تعلیمي مرکز بدلوي .
په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر اسماعیل ارمز وویل : جمهور رئیس حامدکرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان په تاریخ کې نه هېریدونکې کارونه او هلي ځلي کړي،نو ځکه د دوی هېواد لازمه وبلله،چې د ولایتي بیارغاونې په ودانۍ کې جوړ شوی ښوونځی د نوموړی په نوم ونوموي .
نوموړی زیاته کړه،پلان لري،چې په کابل کې د افغان ـ ترک دوستۍ په نوم د یو پوهنتون چارې هم ژر تر ژره بشپړي کړي او همدا راز د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دوی پوهنیزې او تل پاتې پروژې پلي او افغانانو ته یې برېږدي.