کور / تازه خبرونه / د ماسټر پلان خلاف جوړ سوي يوشمېر دوکانونه ونړول سول

د ماسټر پلان خلاف جوړ سوي يوشمېر دوکانونه ونړول سول

کندهارښاروالۍ هغه ۷ بابه دوکانونه او۱۵دربنده کورنه ونړول کوم چی دماسټرپلان خلاف او په خپل سري ډول جوړسوي وه .
یاد ۷(اووه)بابه دوکانونه او ۱۵(پنځلس )دربنده کورونه چی دکندهارښاراړوند داتمی ناحې دپنجوایی په دوراهی په خپل سری ډول دیوه شخص لخوا پر۵(پنځه)جریمه ځمکه جوړسوي وه داتمی ناحې دمدیریت لخوا یی دنړولو چاری ترسره سوې .
دښاروالۍ داتمی ناحې مدیرګل احمد ساحل وایی دوی هیچاته اجازه نه ورکوی چی ددوی په ساحه کښی دی څوک دماسټرپلان خلاف خپل سری ډول کورونه جوړکړی ولی په دې برخه کښی یی پرکندهار ښاریانوږغ وکړ چی هرڅومره ژروی باید خپلو کارونوته قانونوبڼه ورکړي .
په ورته وخت کښی دکندهار ښاروالۍ لخوا هم په دوامداره ډول داعلامیو په خپرولو سره پرکندهارښاریانو ږغ سوی دی چی هرڅوک که غواړی چی اعماروکړی په ښارکښی نو لازمه ده چی دخپلي ښاروالۍ سره مشوره وکړی ترڅو دښاروالۍ لخوا ورته قانونی لاره معلومه اود قانونی اوصولو ترطی کولو وروسته دی اعمار وکړی