په تخته پل ولسوالۍ کي اووه وسله وال مخالفين له افغان امنيتي ځواکونو سره د نښتي پر مهال وژل سوي دي.
ياده نښته هغه مهال د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ د تخته پل ولسوالۍ په مليد نومې سيمه کي رامنځته سوې، کله چې وسله والو د افغان امنيتي ځواکونو پر امنيتي پوستې بريد وکړ، په پايله کي اووه وسله وال مخالفين ووژل سول، خو افغان ځواکونو ته هيڅ ځاني او مالي زيان نه دی اوښتی.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.