کور / تازه خبرونه / زابل: دولسمشر په فرمان ٦٠ سياسي او جنايي بنديان ازاد سول

زابل: دولسمشر په فرمان ٦٠ سياسي او جنايي بنديان ازاد سول

دزابل دمرکزي زندان څخه ۶۰ سیاسی او جنایی بندیان دمجاهیدنو دبریا دورځی رسیدو په مناسبت خوشی شول ، چارواکی وایی دغه بندیان دافغان ولسمشر د۱۶ ګڼي فرمان پراساس خوشی شول ، چارواکی زیاتوي دیوشمیر نورو بندیانو دبند په موده کی کموالي راغلي ،

چارواکی وایی دغه ۶۰ سیاسی او جنا یی بندیان دمجاهیدینو دبریا دورځی درا رسیدلو په مناسب دافغان ولسمشر د۱۶ ګڼي فرمان پر اساس له مرکزي زندان څخه خوشی شول . دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وایی خوشی شویوسیاسي او جنا یی بندیانو ورسره ژمنه کړي چی په سیاسی فعالیتونوکی به دبهرنیو هیوادونو دمرستي څخه ډډه کوي اوپه سیمه کی به خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي ، ښاغلي رسولیار زیاتوی هغه کسان به هم له زندانونوازاد کړي چی په سیمه کی دسولي را وستلو ته لیواله وي .

یوشمیر خوشی شوي بندیانو دخوښی په څرګندولوسره دولسمشر ددي فرمان څخه په منني دزندان حالت سم وبلي ، دوي وایی په زندان کی ورسره دمسؤلو کسانو چلند دقناعت وړ وه .

دیادولو ده چی دزابل په مرکزي زندان کی دامهال لسګونه سیاسی او جنایی بندیان دبند شپی او ورځي تیروي ، په دي زندان کی که څه هم دزندانیانو په خبره ورسره سم چلند کیږي خو یوشمیر بندیان بیا دقضایی ارګانونو څخه په شکایت چی ددوی دوسی پروخت نه څيړي او باید پدی برخه کی هم داصلاحات راشی.