کور / تازه خبرونه / طالبانو د خیبر په نوم دپسرلني عملیاتو د پيل کېدو خبر ورکړ

طالبانو د خیبر په نوم دپسرلني عملیاتو د پيل کېدو خبر ورکړ

دطالبانو لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي په ټول هيواد کي د پسرلنيو عملياتو د پيل کېدو خبر ورکړه سوی دی، دوی خبردارئ ورکړی دی چي دا عمليات به د هیواد په سطحه دراتلونکې دوشنبي په ورځ دروان ۱۴۳۵ هجري قمري کال د رجب المرجب دمیاشتې په ۱۳ نیټه چې د۱۳۹۳هجري شمسي کال د ثوردمیاشتې له ۲۲ او د ۲۰۱۴ م کال د می د میاشتې له ۱۲ نیټې سره سمون خوري د سهار پر ۵ بجو پیل کیږي.

طالبانو د پخوا په څېر ويلي دي چي پر بهرنيانو او د هغوی پر پوځي ، اداري او لوجيستيکي همکارانو بريدونه به په دغو عملياتو کي ددوی لومړني اهداف وي.

د خيبر په نوم د عملياتو د خبرداري په اعلاميه کي طالبانو دکابینې غړي، په د ولسي جرګې وکیلان ، امنیتي منسوبین په دفاع او داخله وزارتونو کې د بهرنیانو ملاتړي افسران او په عدلیې وزارت او ستره محکمه کي لوړ پوړي اشخاص ياد سويدي چي ددوی د پسرلنيو عملياتو هدف به وي.
بله خوا د افغانستان د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو ولس ته ډاډ ورکړی دی چي افغان امنيتي ځواکونه ددې وړتيا لري چي د خلکو امنيت تامين کړي، د ملي امنيت رياست هم ډاډ ورکوي چي د کشفي ارګانونو د کار په نتيجه کي په پرله پسې توګه د لويو او کوچني بريدونو مخه نيول سوې ده او نه پرېږدي چي وسله وال د خلکو او دولت پر ضد بريدونه تر سره کړي.
د طالبانو لخوا د خيبر په نوم د پسرلني عملياتو خبرداری داسي مهال ورکول کېږي چي تېره مياشت د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال هم طالبانو د ټاکنو پر مرکزونو د پراخو بريدونو خبرداری ورکړی وو مګر بيا هم تر شپږ مليونه زيات کسان د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړل.
له بلي خوا طالبانو د وري د مياشتي پر ۱۶مه چي د انتخاباتو ورځ وه په ټول هيواد کي د ۱۰۸۰ بېلابېلو بريدونو راپور خپور کړ او په عام ډول هم هره ورځ د لسګونو بېلابېلو بريدونو خبرونه خپروي خو دولت او امنيتي ځواکونه هم په نژدې هر ساعت کي پر طالبانو د بريدونو يا ددوی د بريدونو د شنډولو خبرونه رسنيو ته سپاري.
هر كال د پسرلي په موسم او دوبي كي د طالبانو بريدونه د ژمي په پرتله زيات وي، دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني دیوې مرکې پرمهال وویل چي دهوا په ګرمیدو سره دګاونډي هیواد پاکستان څخه ودې ولایت ته وسله وال طالبان رالیږل سوې دي او هغوی ته دمدرسو تربندیدو وروسته لارښوونه سوې چي پدې ولایت کې دافغان ځواکونو سره جګړه وکړي.
امنیه قومندان وايي په تیره یوه میاشت کې يې وسله والو طالبانو ته سخت مالي اوځاني زیانونه اړولې او دګډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د۶۰ په شاوخواکې يې وسله وال طالبان وژلي، تر۴۰ پورې يې دجګړې پرمهال په ټپي حالت کې نیولې دي.
ښاغلی روغ لیونی وايي پدې عملیاتو کې يې تر۳۰ زیات کسان دوسله والو سره دمرستې په تور نیولي چي دامهال ترځیړنولاندي دي.
ډيورنډ کرښي ته څېرمه په يو شمېر نورو ولايتونو کي هم د طالب وسله والو د زياتېدو خبري کېږي، په دغو کي هغه طالبان هم شامل دي چي د مدرسو د رخصتيو پر مهال د خپلو کورنيو او دوستانو د ليدلو په موخه تر ډيورنډ کرښي را اوړي.دا چي ټولټال څومره طالبان د جګړې او څومره د رخصتۍ تېرولو په نيت افغانستان ته تګ راتګ کوي دقيقه شمېره يې هيڅکله نه ده څرګنده سوې.