کور / تازه خبرونه / د بدخشان دپېښي له امله نن په ټول هېوادکې ملي ماتم دی

د بدخشان دپېښي له امله نن په ټول هېوادکې ملي ماتم دی

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د خبر له مخي د بدخشان په ولایت کې د ځمکې د ښویدنې د پیښې له امله چې یوه طبیعي فاجعه ده او زموږ د زیات شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوې ده نن به په ټول هېواد کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم وي.

د ملي ماتم په ورځ به د هېواد په دننه او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي نماینده ګیو کې د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي د هېواد جمهوررئیس په دغه طبیعي پیښه کې زموږ د ګڼ شمېر هېوادوالو پر وژل کېدو په ژوره توګه خواشینی شوی دی او د پېښې د رامنځته کېدو راهیسې په دوامدار ډول له دولتي لوړ پوړو چارواکو سره چې په سیمه کې حاضر دي په مستقیم ډول په تماس کې دی او دغه پیښه له نیږدې څاري.

د دغې پیښې له قربانیانو سره د مرستې رسولو لپاره د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرۍ یو جګ پوړی دولتی پلاوی د بدخشان ولایت ته رسېدلی دی او خپل کار یې په عملي ډول پیل کړی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی پلاوی به ډیر ژر د پیښې په اړه جمهوررئیس ته خپل رسمي رپوټ وړاندې کړي.

د ولسمشرۍ دفتر څخه د خپرې سوي اعلاميې له مخي د دغه رسمۍ رپوټ په را رسېدو سره به د تلفاتو او رسېدلو زیانونو په اړه روښانه تصویر هېوادوالو ته وړاندې شي چې د هغه له مخې به نور اقدامات د دولت لخوا ترسره شي. په دې اساس د ځاني تلفاتو په اړه چې کوم ارقام په رسنیو کې تر دې مهاله خپاره شوي دي د تائید وړ نه دي.

د ولسمشرۍ دفتر د هېواد له مسلمانو خلکو، ملي سوداګرو، خیریه او مرسته کوونکو موسسو څخه غوښتي چې له خپلو غم ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د ولسمشرياند ايمل فيضي په دغه ستره غمیزه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې، شهیدانو ته د جنت او پاتې کسانو ته یي د لوی خدای له دربار څخه د جمیل صبر هیله کړېده.