امريكايي او پاكستاني چارواكو سلا كړې چي د مومند ايجنسي د تېري اونۍ د بريد په اړه ګډي څېړني وكړي.
امريكايي الوتكو تېره اونۍ د قبايلو په مومند ايجنسي كي دوه كلي بمبار كړه، چي ۱۳ پاكستاني پوليس يې ووژل او د پاكستان د حكومت سخت انتقادونه يې راوپارول.
پاكستان وايي امريكا د ترهګرۍ خلاف جنګ په نامه د دوى په خاوره كي د عملياتو حق نه لري.
د امريكا د دفاع وزارت وايي له پاكستاني او امريكايي څېړونكو څخه جوړ دغه ټيم به ژر د خپلو څېړنو پايلي اعلان كړي، چي له امله به يې د ترهګرۍ خلاف د دوو ملګرو هيوادونو خپل منځي شكونه له منځه ولاړ سي.
امريكا د مومند ايجنسۍ د پېښي په اړه يوه ويډيو هم خپره كړې چي پكښي وسله وال پر امريكايي ځواكونو حملې كوي.
د مومند ايجنسۍ په پېښه كي چي د يوه افسر په ګډون ۱۳ تنه پاكستاني پوليس وژل سوي وه، پاكستان له امريكا څخه سخت ناراضه سو.
د امريكا د دفاع وزارت وايي دوى د پاكستاني سرحدي پوليسو د وژلو نيت نه درلود او په دې غم كي له پاكستان سره ځانونه شريك بولي.
د يادوني وړ ده چي د امريكايي او پاكستاني تحقياتي ډلي د جوړېدو پرېكړه د پاكستان د خارجه وزير او په اسلام آباد كي د امريكايي سفير اين پيټرسن ترمنځ په يوه ليدنه كي وسوه.