کور / تازه خبرونه / د پنځو وګړو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د پنځو وګړو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د رواني مياشتي پر شلمه نېټه وسله والو طالبانو د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د ملايت په سيمه کي پنځه تنه عام وګړي چي څلور يې د وردګو ولايت اوسېدونکي او يو هم د يادې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکی و او په ياده سيمه کي يې د ملي پيوست له پروګرام سره مزدوري کوله، تر برمته کېدو وروسته دوه تنه وژلي دي.
خو درې تنه نور د سيمي د ځايي اوسېدونکو، سپين ږيرو او مخورو تر زياتو هلو ځلو وروسته خوشي سول.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.