کور / تازه خبرونه / د کندهار په دامان ولسوالي کي دوه ښوونځي پرانيستل سول

د کندهار په دامان ولسوالي کي دوه ښوونځي پرانيستل سول

د کندهار په دامان ولسوالي کي د پوهني رياست له لوري دوه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل سول.
لومړى ښوونځى چي له درو کلونو راهيسې د زده کوونکو پر مخ تړلى و، د دامان ولسوالي په غره کلي کي يو ځل بيا پرانيستل سو.
دوهم ښوونځى د لومړي ځل لپاره د داغي سيمي اړوند په شکور کارېز سيمه کي پرانيستل سو. د کندهار د پوهني رياست مسوولين وايي، ياد ښوونځي يې د سيمو د اوسېدونکو په غوښتنه او همکارۍ پرانيستل.
د دوى په وينا، د سيمي اوسېدونکو وخت پر وخت له دوى څخه په دغو سيمو کي د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې، نو دوى يې هم غوښتنو ته مثبت ځواب ووايه. دوى هيله څرګنده کړه، چي ډېر ژر به په ياده ولسوالي کي دوه نور تړلي ښوونځي هم پرانيزي.
د سيمي اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه، چي د دوى د اولادونو لپاره ښوونځي پرانيستل کېږي. دوى ژمنه وکړه، چي د خپلو سرونو په بيه به د دغو ښوونځيو ساتنه کوي. دامهال په کندهار کي ۴۶۰ ښوونځي شتون لري.