د کندهار ملي امنيت په ښار او ولسواليو کي د تېرو ۱۵ ورځو په اوږدو کي ٣٥ ځلي عمليات کړي، چي د دريو قومندانانو په ګډون يې ۸۶ تنه وسله وال مخالفين نيولي دي.
ياد درې قومندانان هر يو اخترمحمد، محمدنادر او عبدالعزيز نومېږي. دغو وسله والو غوښتل چي د ټاکنو په ورځ په ښار او ولسواليو کي خونړي بريدونه وکړي، خو د ملي امنيت له لوري ونيول سول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.