کور / تازه خبرونه / د ٢٩ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ٢٩ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۹وسله وال طالبان وژلي، ۱۲ ئې ټپيان دي او ۱۳ نور ئې ژوندي نيولي دي.
د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه عمليات د كندز، فارياب او غور ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د يادوني وړ ده جي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.