کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني ١٩ اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د ماين چاودني ١٩ اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار ولايت په ميوند اولسوالۍ کي د ماين چاودني نوولسو اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
ياده چاودنه د اولسي وګړو پر موټر سوې چي پايله کي ئې پنځلس کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
چاودنه وروسته تر هغه رامنځ ته سوه چي کله په ميوند اولسوالۍ کي پر باندنيو ځواکونو يو ټونس ډوله موټر وچاودېد او خلک د عمومي سړک څخه د کليو پر فرعي سړکونو و خپلو کورونو ته روان ول چي د تور مانده اړوند د ګلان کېچې په سيمه کي دوه ډاډسن موټرونو پر وختل او ياده مرګ ژوبله ئې رامنځ ته کړه.
کندهار والي پر دې پېښه خواښيني ښوولې، دا کار ئې د وسله والو بللى خو خپله وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.