کور / تازه خبرونه / پر هديرو باندي د ودانيو جوړولو څخه شکايت وسو

پر هديرو باندي د ودانيو جوړولو څخه شکايت وسو

د کندهار يو شمېر زده کوونکو خپلي ستونزي له کندهار والي سره شريکي کړې
د کندهار يو شمېر زده کوونکو او اوسېدونکو په دارالمعلمين کي په سته ليليه کي د اوبو د نه شتون، چټلۍ او پر هديرو له کورونو جوړولو څخه شکايت وکړ.
په هغه غونډه کي چي د کندهار والي د کار په دفتر کي جوړه سوې وه، د کندهار والي تر څنګ مرستيال والي، په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي شکيبا هاشمي، څو تنو سکټوري رئيسانو او د کندهار يو شمېر اوسېدونکو ګډون کړى و.
په هغه ليليه کي چي د کندهار د دارالمعلمين يوه برخه ده، د ناامنه او لیرو پرتو ولسوالیو زده کوونکي اوسېږي. د یادي لیليې څو تنو اوسېدونکو له کندهار والي سره د ستونزو شریکولو پر مهال په لیلیه کي داخلي چټلي او د څښاک د اوبو کمښت یوه عمده ستونزه وبلله او له ولایتي ادارې څخه یې غوښتنه وکړه چي یادو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي.
دغه راز یو شمېر ځایي خلکو بیا په هدیرو کي پر قبرونو د کورونو له جوړولو شکایت وکړ او زیاته یې کړه، هدیرې د مړو ښخولو ځاى دى، خو ځیني خلک په هدیرو کي پر قبرونو کورونه او ودانۍ جوړوي. دوى له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه، چي د دې ستونزي مخنيوى دي وکړي، تر څو خلک په هديرو کي کورونه او ودانۍ جوړي نه کړي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د لیليې له اوسېدونکو سره د خبرو پر مهال وویل، پاکي د ایمان برخه ده او هیواد مو د کور حیثيت لري، باید هر ځوان او هره مېرمن د خپل کور، کلي، مکتب، لیلیې او ښار چاپېریال پاکي خپله وظیفه وګڼي.
ښاغلي ویسا وویل، د ښوونځي، ښوونکو او نورو ښوونیزو توکو د برابرولو لپاره یې تل هڅي کړي دي. هغه زياته کړه، د دې ستونزي د هواري لپاره به هم ډېر ژر کوټلي ګامونه واخلي.
کندهار والي دغه راز زياته وويل، په هدیرو کي پر قبرونو او پر نورو دولتي مځکو کورونه او ودانۍ جوړول غیرقانوني کار دى، چي د کندهار اوسېدونکي بايد په جدي ډول له دې کاره ډډه وکړي.
کندهار والي د ښاروالۍ، پوهني او حج او اوقاف رئیسانو ته دنده وسپارله چي ژر تر ژره دي پر قبرونو او هدیرو کي د کورونو جوړولو مخه ونیسي.