کور / تازه خبرونه / خوست والي پر جرمنۍ او کاناډايي خبريالانو بريد وغندئ

خوست والي پر جرمنۍ او کاناډايي خبريالانو بريد وغندئ

د خوست ولايت څخه په رارسېدلې خبرپاڼه کي پر دوو ښځينه خبريالانو بريد غندنه سوېده.
د خبرپاڼي له مخي نن ورځ د١٠بجو او ٤٥دقيقو پرمهال دخوست ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې دAPآژآنس په دوه تنو خبريالانو باندې دپوليسو ديو بلوک دقوماندان له لوري ډزې شوې دي چې له امله يې دياد اژانس عکاسه( انيا) چې دجرمني هېواد څخه ده وژل شوې او د(کېتي ګانن ) په نوم خبرياله چې دکاناډا هېواد څخه ده زخمي شوې او اوس مهال تر درملنې لاندې ده ،دغه دوه تنه خبريالانې دټاکنو دکميسيون دموادو درسونې دکاروان سره يادې ولسوالۍ ته تللې وې غوښتل يې چې ديادې ولسوالۍ اونورو سيمو څخه دټاکنو په اړه خبري پوښښ ولري.
د خوست ولايت نه د خپري سوي اعلاميي له مخي خوست ولايت مقام دپېښې په تړاو يې مسوولو ارګانونو ته دجدي تحقيقاتو امر کړئ ،قاتل نيول شوى اوس مهال تر پوښتنو او ګرويږنو لاندې دى.
افغانان سبا د شنبې په ورځ د خپلي خوښي راتلونکی ولسمشر او د ولايتي شوراګانو استازو ته رايه ورکوي ، بله خوا د طالبانو وسله وال مقاومت حکومت او ناحکومتي ادارو او ولس ته د ټاکنو د ګډوډولو خبردارئ ورکړی دی خو د کورنيو چارو ، ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت لوی رياست ولس ته د پوره امنيت د تامينولو ډاډ ورکړی دی.