کور / تازه خبرونه / پاکستان ١٦ طالب بنديان خوشې کړي

پاکستان ١٦ طالب بنديان خوشې کړي

پيښور :دامريکا غږ ډيوه راډيو د خبر له مخې رائټرزخبري اژانس دچارواکو له خوُلې وئيلي دي دپاکستان دطالبانوسره دخبرو دپرمختگ لپاره دميا نواز شريف په منظورۍ پاکستان ١٦ طالب بنديان خوشې کړي دي.دجنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ اسلام زيب دې خبرې پخلى کړى چې حکومت دجوړجاړي دهڅو دبرياليتوب لپاره دناپوځي بنديانو خوشې کول پيل کړي دي. اسلام زيب رائټرز ته وئيلي دي چې” دجنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظاميې په لومړي اپريل ١٦ سړي خوشې کړي دي“هغه وئيلي” هغوي مرکزي کمانډران نۀ وؤ، هغوي بې گناه قبائيل وؤ ، چې دتيرو دوؤ څخه دريوؤ کلونو کې جنوبي وزيرستان کې دمختلفو کارروائيو په مهال نيول شوي وؤ“ اسلام زيب وويل ټول خوشې کړل شوي کسان دمحسود قبيلې سره تعلق لري. دهغه وينا وه چې دطالبانو په ليست کې شاملو نورو ١٠٠ کسانوڅيړنه کولى شي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به پريښودل شي.له دې وړاندې طالبانو دپاکستان له حکومت څخه د٨٠٠ؤ طالب بنديانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي ، خو نن په لاهور کې ميډيا سره دخبرو په مهال دوزيراعظم نواز شريف ځانگړي مشاور عرفان صديقي دطالبانو دا ادعا رد کړې چې گنې دحکومت په بند کې ښځې اؤ ماشومان هم موجود دي اؤ دپاکستان پوځ دمخه دښځو اؤ ماشومانو په بند کې دساتلو په اړه دطالبانو ادعاوې رد کړې وې. عرفان صديقي دا هم وئيلي وؤ چې دطالبانو دبنديانو په خوشې غور کيدى شي دطالبانو له لوري چې کومې غوښتنې شوي په هغه کې دهغوي دکورنو بې گناه وگړي خوشې کول اؤ دقبائيلي سيمو څخه دپوځ ويستل شامل دي. دخوشې کړل شوؤ ١٦ؤ طالب بنديانو په اړه دطالبانو له لوري تر دې دمه کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى. استخباراتي چارواکي وائي چې دغه بنديان واڼۀ کې دزيړي نور پوځي کيمپ ته وروستل شوي وؤ. داستخباراتي چارواکو وينا ده چې بنديان دپوليټيکل ايجنټ دفتر ته سپارل شوي اړ بيا هغوي طالبانو ته سپارل شوي دي. دوزيراعظم ددفتر ديوې سرچينې ترمخه وزيراعظم نواز شريف پخپله ددغو کسانو دخوشې کولو منظوري ورکړې ده. دغه سرچينه وائي چې خوشې کړل شوي بنديان ناپوځي اولسي وگړي دي ، هغوي حساس شخصيات نۀ دي.سرچينه زياتوي کيدى شي په هغوي کې ځينې دطالبانو خواخوږي وي خو هغوي قوماندا نان نۀ دي اؤ دمذاکراتو عمل کې هم کوم کردار نۀ لري. دسرچينې وينا ده چې ددغو بنديانو دخوشې کيدو سره به يوه خيرخواهي پيدا شي اؤ طالبان به هم دغسې ردعمل وښائي.