پېِښور:د فلسفي شاعر غني خان د زيږيدو د سلمې کليزې په وياړ په مردان هوتي هاوس (هوتي مېنه) کې د دروند پښتون د ادبي ثقافتي جرگې مردان لخوا درنه غونډه جوړه شوې وه چې په کې زيات شمېر شاعرانو، اديبانو ا و فنکارانو برخه واخيسته.د غونډې کوربه پخوانى اعلى وزير امير حيدر خان او مشريې حمايت الله مايار و. د غونډې پيل د قاري محمد ايوب لخوا د قرآن پاک د څو مبارکو آياتونو په تلاوت وشوه. ورپسې د دروند پښتون ادبي ثقافتي جرگې صدر عمران صفي ميلمنو ته هرکلى وويلو. ورپسې د عوامي نيشنل گوند يار محمد خان هم په غونډه کې شرکت کوونکو ميلمنو ته هرکلى وويلو او غونډه کې د شرکت کولو مننه يې وکړه.په دې غونډه کې د غني خان ترانه (اى زما وطنه د لعلونو خزانې زمونږ) چې په کابل کې په ويل شوي طرز کمپوز شوې وه واورول شوه چې د غونډې شرکت کوونکي يې په پښتنه مينه اورېدو ته ودرېدل. ورپسې څو شعرونه وويل او ډاکټر نصيرالله او مشتاق الرحمن ،شفق د غني خان په ژوند او فن تفصيلي مقالې واورولې چې په کې د غني خان مينه والو په پوره درناوي بدرگه کړې. په دې غونډه کې چې د دې ايالت چې د ايوارډونو دويمه غونډه وه د ناپپيلې کميټې لخوا د پښتو ادب په بيلابيلو برخو کې د غوره خدمتونو په کولو سره ايوارډونه غوره کړى شوي و. دا ايوارډونه د امير حيدر خان هوتي او حمايت الله مايار د لاسونو څخه ترلاسه کېدل چې وړومبى په پښتو ادب کې په غوره ناول ، ډرامو او افسانو زيتون بانو ته ايوارډ ورکړل شو. له هغې وروسته په شاعرۍ کې په ژورناليزم کې، ډرامه نگار ممتاز علي شاه ،عبدالرحيم، ، نورالامين يوسفزي، سلما شاهين، ډاکټر احسان علي، سعد الله جان برق، شازمه حليم، فهميد خان، گلپاڼې، کرن خان، شاکر زيب، جمشيد علي، فطرت بونيرى، حمد الله، په قطر کې د پښتو ادب پالونکي شاعر وزير بادشاه خان او معتبر بابا ته ايوارډونه ورکړل شول. د دې ايوارډونو اصلي هدف او مقصد دا و چې څوک د زړه په اخلاص دپښتوادب خدمت وکړي. پکار ده چې هغه ټول اولس ومني او په کړو خدمتونو يې اعتراف وکړى شي د غونډې په آخر کې د دروند پښتون ادبي ثقافتي جرگې لخوا د موسيقۍ پروگرام هم جوړ شوى و چې غونډې ته راغلو سندرغاړو په کې برخه واخيسته.