پېښور: د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې د خپرونوله څانګې لروبرته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نوموړي ادارې د صوابۍ سيمې په برکي کيمپ کې پر (اتلس سوه نوي) افغان مهاجرو کورنيو خوراکي توکي وويشل، دغه توکي د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو چې د اپريل د مياشتې د اولې او دوهمې نېټې سره سمون خوري په ځانگړو مراسموکې ورکړل شول دا مرستې چې هره برخه يې له شپږويشت (٢٦) کيلو خوراکي موادو جوړه شوې عبارت ده له: لس کيلو وريجې، پنځه کيلو لوبيا، پنځه کيلو غوړي، پنځه کيلو چيني، يو کيلو شين چای دي پردي مهال د افغان کمشنرۍ لخوا د صوابۍ مردان ډويژن د اووه کيمپونو مسؤول ښاغلی حسين خان او د برکي کيمپ کمانډر مجاهد علي ،نورواستازي او د امنيت د ټينګښت لپاره پوليسو هم برخه اخيستې وه چې کړنې يې د ستايلو وړ وه.د مرستو د ويشلو پر مهال افغان مهاجرينو او راغلو مېلمنو د سعودي مرستندويه کمېټې د زړه له تله مننه وکړه او د لا زياتو مرستو هيله يې څرګنده کړه.د مرستندويه کمېټې مسئول حاجي عبدالله خان د ويشلو پر مهال په خپله وينا کې افغان مهاجرينو ته د لا نورو مرستو ډاډ ورکړ او دا يې د هغه مرستو لړۍ وبلله چې د سعودي مسلمان ولس لخوا خپلو افغاني مهاجرينو وروڼو سره کيږي.د يادونې وړ ده چې د دغو مرستو اوله برخه تېره شوې مبارکه روژه کې تر سره شوې، چې پکې لس زره کورنۍ د خوراکي موادو څخه برخمنې شوې وې.