کور / تازه خبرونه / دوه اختطاف کوونکي نيول سوي

دوه اختطاف کوونکي نيول سوي

د کندهار ملي امنيت دوه تنه اختطاف کوونکي ونيول
د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري دوه تنه اختطاف کوونکي چي څه وخت مخکي يې يو څلور کلن هلک اختطاف کړى و، ونيول سول.
عبدالله د محمد سرور زوى، ٢٥ کاله عمر لري د کندهار د ارغنداؤ ولسوالۍ د ناګهان کلي دى، دامهال د ښار په شپږه ناحيه کي اوسېدى. رحمت الله مشهور په ناني د الله نور زوى، ٢٥ کاله عمر لري چي د کندهار د شپږمي ناحيې اوسېدونکى و.
دغو دوو کسانو يو څلور کلن هلک عبدالرحمان د نورمحمد سرحدي زوى د دوهمي ناحيې اوسېدونکى اختطاف کړى و، چي د هلک پلار ته يې د ٣٠ لکه کلدارو په بدل کي د هلک د خوشي کېدو ويلي ول.
ياد کسان د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري شپږ ورځي مخکي د دوهمي ناحيې اړوند د کارېز بازار په سيمه کي ونيول سول. يادو اختطافګرو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.