کور / تازه خبرونه / پاکستان د افغان چارواكوتورونه رد کړل

پاکستان د افغان چارواكوتورونه رد کړل

اسلام اباد : دپاکستان دولتي اژانس اى پي پي دخبرله مخې پاکستان وئيلي دي چې پرپاکستان د افغان چارواكو لخوا پرله پسې تورونو لګولو سره به نه يوازې دوه اړخيزه اړيكې خرابې شي بلكې د باور او روغې جوړې ودې لپاره زمونږ د خلوص نه ډكو هلو ځلو ته به هم زيان ورسي۔ دپاکستان دبهرنيو چارودوزارت وياندې تسنيم اسلم خان يو بيان كې وئيلي چې د افغان اعلٰی چارواكو لخوا افغانستان كې د ترهه ګرۍ پېښو كښې د پاكستان ككړ كېدو پرله پسې تورونه د افسوس وړ دي٬د طالبانو او اعلٰی امن كونسل ترمينځه په مذاكراتو كښې د خنډانو ولاړولو تورونه هم بې بنسټه دي٬ كوم چې مونږ وړومبې هم رد كړې وو او اوس ئې هم رد كوٶ۔دې ووئيل چې پاكستان افغانستان كښې د آزادو او سپېځلو ټاكنو عمل د ټولو هڅو لوظ كړې۔افغانستان كې امن ناكې ټاكنې د پاكستان په ګټه دي چې ورسره به افغانستان كښې د استحكام امكاناتو كښې اضافه وشي۔دې ووئيل چې پاكستان د افغان اولس پخپلو لاسو كښې د امن او روغې جوړې د عمل ملاتړ كوي او په دې لړ كښې نړېوالې ورورولۍ د پاكستان د كردار ستائېنه كړې۔وياندې ووئيل چې مونږ باور لرو چې زمونږ دريځ په غلطه توګه د وړاندي كولو هڅې به كاميابې نشي۔تسنيم اسلم هيله وښودله چې افغانستان سره نزدې شريكو اړيكو لپاره به د پاكستان د خواهش افغانستان په دې جذبه ځواب وركړي او د څه خنډ نه غېر به دوه اړخېزه اړيكو كښې پرمختګ لپاره ښه چاپېرچل په ځائ وساتل شي۔