لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : لیوراک ویل ډاټ کام ( امریکا )
نېټه : ۲۹ / ۳ / ۲۰۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد
د جنګ تبه په هوا کی درومی . پنځوس زره روسي پوځیان او زغره ور د اوکراین په ختیځه پوله ورننوتل . اروپا او واشنګټن وارخطا دي او وایی چی مبادا دغه نوی زوکړی سور پوځ د اوکراین ، ملدوویا ، بالټیک ، حتی پولینډ لخوا غرب تر ستونی تېر نکړی . لویدیځ د ساړه جنګ باد ډیر ځورولی دي .
لویدیځ طاقتونه نه یوازی دا چی وارخطا دي ، بلکی هغوی داسی درک کړې ده چی که روسیه احتمالأ د پخواني شوروی امپراتورۍ هیوادو ته ورننوزی ، نو دوی داسی وسایل نلری چی مخنیوئ یې وکړی .
خو هغوی باید قطعأ وارخطا نسي چی روسیه یو ځل بیا د ژوند نښی راښیی . د پروس جنګی پاچا لوی فریډریک داسی خبردارئ ورکړی و : « هغه څوک چی د هر شي دفاع کوی ، اصلأ هیڅ شی هم نسي ساتلای . »
نو هر ځوان افسر باید پر خپل ښیً لاس باندی د لوی فریډریک دغه خبره په خالونو ( ټېټو ) سره ولیکی . دیر ژر له هغه وروسته چی شوروی اتحاد په ۱۹۹۱ کی ونړېد ، صرف یو څو کسو ستراتیژي پوهانو ، زما په شمول ناټو ته خبردارئ ورکړ چی « مخ پر ختیځ مه ځیً . دا خورا لیری خوا ته یو پُل دی . »
د شوروي کنټرول څخه د یاغی ختیځ المان د وتلو موافقه خو شوروي مشر میخایل ګورباچیف کړې وه ، لاکن په بدل کی به یې ناټو هم مخ پر ختیځ یعنی د پخواني شوروی اتحاد تر واک لاندی ختیځی اروپا او د قفقاز سیمو ته نه ورتلله . امریکا او ناټو هم ورسره منلې وه ، خو وروسته یې ډیر ژر خپله دغه ژمنه ماته کړه .
مخ پر ختیځه اروپا ، بالټیک او قفقاز باندی د ناټو ورتګ ، که د پخواني شوروی منځنۍ آسیا ذکر نکړو ، د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف باالکل د روسیې پولو ته ودراوه . په پام کی وه چی د امریکا د توغندی ضد راکټونه به په پولینډ کی یعنی روسۍ خاوری ته نږدې نصب کیږی . په بلغاریه ، رومانیا او منځنۍ آسیا کی د نوو امریکایی اډو استقرار پیل سو .
دا لا څه ، د امریکا د نادانۍ دغه هڅی چی پخوانی روسي اوکراین او په کریمیه کی د « سیواستوپول » حیاتی سمندري اډه یې د ناټو تر کنټرول لاندی راوستله ـ چی په دې سره یې بېله شکه روسیې ته د سوریې او ایران څخه د ملاتړ سزا ورکوله ـ نو دا کار د کریملین لپاره وروستۍ چاره ثابته سوه .
سخته یا زیږه خبره خو آسانه وی . لاکن پر ختیځه اروپا به د احتمالی روسي یرغل دفاع آسانه نه وی . اصلی ستونزه دا ده چی که څه هم د امریکا او ناټو ضمانتونه د روسیې حساسو پولو ته ورسېدل ، مګر د دوی پوځی توانایی نه ده ور رسېدلې . دا په لنډه توګه ژمنه بېله عمله یا بېله توانه ده .
د روسیې پوځ کولای سی چی د بالټیک لتویا ، لتوانیا او استونیا په یوه ماپښین کی ونیسی . د هغوی نسبتأ زیات وګړی روسي نژاده دي .
ناټو نه دومره مستقره او نه هم دومره وسلواله ده چی اوکراین ته د جنګ لپاره ورسي ، دا ځکه چی : د هغوی پوځونه خورا لیری په لویدیځ کی دي او هم اکمالاتی ترتیبات او هوایی لاس رسي نلري . له دې نه علاوه ، اروپایی ځواکونه ، د ډنمارکي او اوکراینی یو څو نشنالسټو نازیانو څخه پرته د روسیې سره جنګېدل نه غواړي ، چی دې کار په واشنګټن کی جنګ غوښتونکو ته هر څه په آرامه ور پریښودل .
پر روسیه باندی د واشنګټن لخوا د سوداګریزو بندیزونو ضربه د جنګ تر پیښېدو مخکی یو عمل دی . باید متوجه اوسو چی کله په ۱۹۴۱ کی امریکا پر جاپان دغسی بندیزونه ولګول ، نو توکیو هم پر لویدیځو طاقتونو حمله وکړه .
د سړې جګړې پر مهال امریکا په اروپا کی څه نا څه څلور سوه زره ( ۴۰۰۰۰۰ ) پوځیان ، ۸۰۰ طیارې او زیات سمندري ځواکونه لرل . خو نن امریکا په اروپا کی صرف ۴۳۰۰۰ پوځیان پرې یښي دي چی دوې جنګی لیواوی دي او متباقی یې هوایی ځواک او لوژستیکی پرسونل دي . هغه پخوانۍ ورځی چی شوروی اتحاد لویدیځی اروپا ته پنځوس زره ټانکونه مخامخ درولی وو ، ډیر کلونه مخکی لا تللی دي ، خو د روسیې عصری کړای سوي وسلوال پوځونه اوس هم تیار ولاړ دي .
په عین حال کی ، امریکا خپل پوځونه په ټوله نړۍ کی تیت او پرک ساتلی دي چی هماغه د لوی فریډریک خبره ده چی وایی په دې هڅه سره هغوی د هر څه مدافعه کوی . تر ټولو مهمه لا دا چی امریکایی پوځونه افغانستان ، عراق ، وروسته کویټ ته هم وخوځېدل او ډیر نور پوځونه یې دننه په خپل هیواد کی دي . د امریکا تر ټولو پیاوړی فرقې همدا اوس د جرمنی د « فولداګیپ » او « هانوور » پر ځای خپل کنزاس او ټکزاس ساتي .
د امریکا پوځی طاقت په کوچنیو استعماری جګړو کی مصرف او سولېدلی دی ، کټ مټ لکه برتانویان چی په نولسمه پیړۍ کی سوي وو . کله چی برتانوي استعماري پوځونه د اصلی جرمن عسکرو سره مخامخ سول ، نو قتل عام سول . کټ مټ امریکایی پوځ هم په ویتنام کی تر چریکی جنګ وروسته له سره ترتیب او جوړ سوی دی ، نو ځکه په داسی حالت کی نه دی چی د یو وخت پیاوړي سور پوځ د لمسیانو سره مخامخ سی .
محتاط او صبور ولادیمیر پوتین نه غواړي چی پر پولینډ حمله وکړی . بلکی اصلی خطر خو دا دی چی هغه وخت به څه کیږی که د بالټیک هیوادونو لکه اوکراین او ملدوویا روسي نژاده اوسېدونکي راپورته سی او د خپل مورني هیواد روسیې سره بیا پیوستون یا یو ځای کېدل وغواړي ؟
آیا هغه مهال روسیه د هغوی ننګې ته ودانګی که یا ؟ آیا امریکا او اروپا به چمتو وی چی د « لوهانسک » ، « خارکوف » ، « چسینا » یا « کانوس » غوندی مبهمو ځایونو په خاطر ځان د اټومی جنګ د خطر سره مخامخ کړی ؟
موږ همدا نن په اوکراین او کریمیه کی د لویدیځ د یرغلیزه جیوپولټیک نتایج په سترګو وینو . روسیه په بدمرغۍ سره هیڅ په باک نه راوړل کېده . باید هیڅکله اجازه ورنکړای سی چی په اټومی وسلو د سمبالو ځواکونو تر منځ بحران رامنځته سی . داسی کار به صرف او صرف لیونتوب وی ، داسی لکه په اټومی وسلو چی وسلوال ماشومان د یوې بازیچې په سر وجنګیږی ، پای .