د يوه پخواني ماين چاودني له امله دريو کسانو ته مرګژوبله واوښته
د کندهار ښار په نوې عينو مېنه کي يو زوړ ماين چي د اټکل له مخي د روسانو د مهال راهيسي په مځکه کې ښخ پاته سوی او نن چاودلی چي له کبله يې يو تن عام وګړی شهيد او دوه تنه نور زخميان سوي دي.
عينو مېنه د کندهار ښار ختيځ لور ته پورت يو نوی عصري او پرمختللی ښارګوټی دی چي د کندهار ښار ډېری عام خلک د مېلي او تفريح په موخه ورځي، ياد درې تنه هم ميله وال ول چي د لوبې پر مهال ورباندې د روسانو له وخت راهيسي د ښخ پاتي سوي ماين چاودني له امله يو تن شهيد سوی او دوه تنه نور ټپيان سوي چي ټول عام خلک ول.