کور / تازه خبرونه / د بېلابېلو پېښو د قربانيانو سره مرسته وسوه

د بېلابېلو پېښو د قربانيانو سره مرسته وسوه

په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره
د نږدې یو میلیون افغانیو مرسته وشوه .
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ دوو شهیدانو کورنیو او څوارلس ټپیانو سره د جمهور رئیس د نهه نویم کوډ څخه مرسته شوي نهه سوه زره افغانۍ نن (شنبه ) د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي له لورې ورکړل شوي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: له تېر کال راهیسې د
جمهور رئیس د نهه نویم کوډ څخه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته شوې .
ده زیاته کړه،د دغه مرستې په ترڅ کې د شپږویشت شهیدانو کورنیو ته سل،سل
زره او نهه څلوېښت ټپیانو کورنیو سره یې پنځوس،پنځوس زره افغانۍ ورکړي دي .
د میدان وردګو والي د یادې مرستې د ورکړې،پرمهال یو ځل بیا د دغه ولایت پر ولسونو غږ وکړ،چې په راتلوونکو ټولټاکنو کې د ګډون په موخه د خپلو کورنيو غړي وهڅوي .