په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
د دغه عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته نولس موټر سایکلونه،چاودیدونکې توکې او مهمات هم په لاس ورغلي .
په یاده سیمه کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو
ترمنځ نښته هم رامنځته شوې،چې له امله یې د ملي اردو یو سرتېری وژل سوى او
یو بل ټپي شوی دی .
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د چک ولسوالۍ په علیشه او دشت لنګر سیمو
کې هم عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي،امنیتي
ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.