کندهارښاروالۍ دخپل جدی مراقبت پراساس هټيوال ۲۰۰۰۰(شل زره) افغانی جریمه کړي .
کندهار- افغانستان- کندهار ښاروالۍ هره اوونۍ جدی مراقبت لری چی پراساس یی دښاری نظم په برخه کی مثبت بدلون راغلی دی چی یو همدا اوونۍ ده چی دلاسته راوړنوڅخه خالی نه ده چی دښار په مختلیفو برخو کښی هغه دوکانونه ،خوراکه پلورنځیاني او ترڅنګ یی نور دښاری نظم تخلف کوونکی جریمه سوی چی یابه یی په دوکانونوکی خوراکی شیان تروخت تیروه اویا به یی په خوراکه پلورنځیانو کی ښاری اوصول او نظافت نه وو مراعت کړی چی دکندهارښاروالۍ دمراقبت دټیم لخوا ددوکانونوڅخه ۲۰۰کارټنه لوبیا اونخودچی تروخت تیروه راټول سوی او دخوراکه پلورنځیانواو ځینی نورو ښاری تخلف کوونکوڅخه د نظافت دنه مراعتولو په منظور ۲۰۰۰۰ زره افغانی راټولی سوی دی چی دا د۱۳۹۳ لومړنۍ لاسته راوړنه ده چی کندهار ښاروالۍ په دومره شمیر جریمه راټولوی ولی تردې مخکی هم کندهارښاروالۍ په ورته ډول جریمې درلودې